بلينکن: د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بنديز د افغانستان خلکو لپاره ويجاړونکی دی

اطلاعات روز: د طالبانو له لوري په غير دولتي موسېساتو کې د ښځو پر کار تر بنديز وروسته، د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن په افغانستان کې د مرستې رسونې د بهير پر ګډوډولو ژوره انديښنه څرګنده کړې.

ده په يوه ټويټ کې ليکلي، چې ښځې په ټوله نړۍ کې د بشري مرستو په چارو کې اساسي رول لري.

له دې سره – سره، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې کېدلای شي د طالبانو وروستۍ پرېکړه د افغانستان د خلکو لپاره ويجاړونکې وي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت تېره ورځ (شنبه، ۳ د مرغومي) د يوه رسمي مکتوب له لارې په غير دولتي کورنیو او بهرنيو موسېسو کې د ښځو پر کار کولو بنديز لګولی دی. اوس مهال دا موسېسات اړمنو ته مرستې رسوي په داسې حال کې چې د افغانستان نيم نفوس له لوږې سره مخ دی.

د طالبانو دې پرېکړي نړيوال غبرګونونه هم را پارولي دي.

په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) د طالبانو له لوري په غير دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار بنديز غندلی دی.

د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم د طالبانو دا بنديز غير مسوولانه ګڼلی.

دې ډلې وړاندې په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بنديز لګولی و. طالبانو همدا راز د ښځو زده کړې او تحصيل هم ځنډولي دي.