د ښځو پر کار بنديز؛ د ژغورنې نړيوالې کميټې افغانستان کې خپل فعاليت وځنډاوه

اطلاعات روز: د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) په افغانستان کې خپل فعالیت د طالبانو له خوا په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار بندیز ته په غبرګون کې ځنډولی دی.

دې کميټې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د طالبانو په دې پرېکړه ناهيلي شوي دي.

د ژغورنې نړيوالې کميټې زیاته کړې، چې ددې بنسټ له لوري د خدماتو وړاندې کېدل پر ښځو متکي دي او که د ښځو د استخدام اجازه ونه لري، نشي کولای له اړمنو سره مرسته وکړي. «پر همدې اساس، IRC د اوس مهال لپاره په افغانستان کې خپل خدمات دروي.»

ددې کميټې په خبره، چې د بشري خدماتو له وړاندې کولو څخه د ښځو محرومول به د افغانستان د خلکو لپاره ناوړه پايلې ولري.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې زیاته کړې، په داسې حال کې چې د افغانستان له ۹۷ سلنه ډېر وګړي د بې وزلۍ له ګواښ سره مخ دي، دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې د خپلې وروستۍ پرېکړې پر سختو بشري پایلو غور وکړي.

دې کميټې زیاته کړې، چې د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې د بېړنيو مرستو، روغتيا، زده کړې او د ژوندانه په نورو برخو کې فعاليت کوي، تر اته زره زيات کارمندان لري چې درې زره يې ښځې دي.

د ژغورنې نړيوالې کميټې ويلي، چې دې ته په پام چې افغانستان له بشري کړکېچ او اقتصادي پاشلتيا سره مخ دی، تېر کال د خلکو د ژغورنې لپاره بشري مرستې اړينې وې او دا کار له ښځينه کاريګرو پرته نه شوای کېدلای.

د دغې کمیټې په وینا یوازې په تیر کال کې کار ته د ښځو د لاسرسي محدودیت د افغانستان د کمزوري اقتصاد حالت خراب کړی او یو میلیارد ډالر اقتصادي زیان یې اړولی دی.

په افغانستان کې په داخلي او نړيوالو موسېسو کې د ښځو د کار بنديز نړيوال غبرګونونه را پارولي دي. دا موسېسات اوس مهال اړمنو ته د مرستو په رسولو بوخت دي.

د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بنديز په غبرګون کې څلورو نړيوالو موسېسو په اعتراضي توګه په افغانستان کې خپل فعاليتونه ځنډولي دي.