انځور: ټولنیزې رسنۍ

ښځه په طالباني تفکر او پښتني فرهنګ کې

شمشاد زلمی

طالبان په خپل ټول تفکر او تګلاره کې له نننۍ نړۍ سره ښه زيات واټن لري، خو د ښځو په اړه د طالبانو فکر او باور دوی نه يوازې دا چې له نننۍ نړۍ څخه بېلوي، بلکې د نننۍ نړۍ په معيار د ښځو په اړه د طالبانو تفکر له بدويتوب سره – سره انسان ضد هم دی. د اوسنۍ نړۍ د نړيوالو قوانينو له مخې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو اوسنی چلند د جنسي اپارتايډ څرګنده بېلګه ده او په دې توګه طالبان د بشريت پر ضد د يوه جنايت کوونکي دي. خو پوښتنه داده چې کوم څه د دې لامل شوي چې طالبانو ته يې د ښځو په اړه دغسې نه بدلېدونکی بدوي ذهنيت ورکړی دی؟ 

په دې اړه لومړۍ خبره داده چې طالبان د خپل ټول فکر او عمل لپاره استدلال له دين څخه کوي. له ديني نصوصو او منابعو څخه طالبانو ته ورته برداشت او يا هم همداسې برداشت په تاريخي توګه د مسلمانانو تر منځ شته. د مسلمانانو په لومړي دور او وروسته زمانو کې په همدې کچه د سخت دريځۍ بېلګې موندل کېږي. که په معاصر وخت کې د سياسي اسلام مخکښ شخصيتونه ولولو، هغوی هم تر دې ډېر متفاوت نظريات نه لري. البته ښايي د طالبانو له اوسني چلند سره يې توپير يوازې دومره وي، چې د هغوی نظريات لا هم په کتابونو کې خوندي دي او د طالبانو د نظرياتو په څېر يې د تطبيق فرصت نه دی موندلی.

په دې لړ کې تر ټولو مهم شخصيت سيد قطب دی چې په نړيواله توګه د سياسي اسلام پر داعيه په پراخه توګه مستقيم او غير مستقيم نفوذ لري. نوموړي ګڼ کتابونه ليکلي دي او د سياسي اسلام لپاره يې په مصر کې اوږده مبارزه کړې ده. نوموړی که څه هم په دې اند دی چې ښځې د کار کولو حق لري، يا هم د زده کړو کولو حق لري، خو د ده په اند د ښځو لپاره غوره داده چې په کورونو کې پاتې شي، بچي وزېږوي، ويې پالي؛ ځکه دوی فطرتا د همدې لپاره جوړې دي او اسلام هم همدې ته په پام دوی ته لومړۍ لارښوونه همدا کوي چې په کورونو کې پاتې شئ او د دې بالمقابل نارينه ته دنده سپاري چې د ښځو لپاره نفقه وګټي. د نوموړي په الفاظو چې «اسلام ښځه له کار کولو څخه نه منع کوي … خو له دې يې منع کوي چې له کوم دليل پرته له خپله طبيعي ځايه وتښتي.»  د ده په اند که ښځې له کوره دباندې کار وکړي، نو پايله يې دا کېږي چې ټولنيز سيسټم نړېږي او په کور کې هم د نارينه «قيوامه» يا هم مشرتوب ګواښي. [۱]

د ښځې په اړه دا ذهنيت چې د ښځې د فعاليت اصلي دايره د هغې کور دی، د مسلمانو علماوو او په خاص ډول د اسلام د سياسي فعالينو تر منځ عام او منل شوی دی. د دې لپاره استدلال له يوه ايت څخه کېږي، په هغه ايت کې د پيغمبر عليه السلام مېرمنو ته ويل کېږي چې «وقرن فی بيوتکن» يعني تاسو بايد په کورونو کې پاتې شئ. له همدې څخه په استدلال ديني علماء او د سياسي اسلام مخکښ پوهان دا اخذ کوي چې د مسلمانانو عامې ښځې هم بايد په کورونو کې وي، په ټولنيزو چارو کې بايد ونډه ونه لري، ځکه د کور چارې اسلام ښځو او له کوره دباندې چارې يې د دې ايت له مخې نارينه‌و ته سپارلې دي. البته د يادونې وړ ده چې د دې په مقابل کې هم مخالف نظرونه شته دي او دا استدلال نقد او ردوي، خو په عامه کچه لومړی نظر منل کېږي.

همدا نظر وخت پر وخت غالب پاتې شوی دی او د دې لامل شوی دی چې په عموم کې په ټوله اسلامي نړۍ او بيا په خاص ډول د افغانستان په څېر وروسته پاتې هيوادونو کې د ښځو وضعيت د ښه کېدو پر ځای بدتر کړي. په Subcontinent يا هم کوچنۍ وچه (هندوستان، پاکستان، بنګله ديش) کې د سياسي اسلام تر ټولو مخکښ مفکر سيد مولانا ابو الاعلی مودودي دی. نوموړي په دې سيمه کې د سياسي اسلام لپاره تر ټولو قوي ادبيات ليکلي دي او ان داسې انګېرل کېږي چې په اسلامي علماوو کې تر امام غزالي وروسته تر ټولو ډېر اغېز پر اسلامي نړۍ د مولانا مودودي افکارو درلودلی دی. نوموړی د جماعت اسلامي ګوند بنسټګر او رهبر تېر شوی. ښاغلي مودودي د اسلام له اړخه د ښځې په اړه د «پرده» په نوم کتاب ليکلی دی.

ښاغلي مودودي په دې کتاب کې د اسلام له اړخه پر کورني نظام ږغېدلی او په ټوله کې يې هڅه کړې چې د شريعت له اړخه د ښځې رول وښيي، د هغې مسووليتونه بيان کړي او شريعت چې ښځو ته کومې دندې سپارلې دي، هغه تشرېح کړي. نوموړي په دې کتاب کې د سيد قطب په څېر له دې اعتراف سره – سره چې ښځې د شريعت په چوکاټ کې د  زده کړو اجازه لري، خو د ښځې اصلي دنده داده چې کور سمبال کړي، د ده په الفاظو چې ښځه د «کور ملکه» ده. دی پر دې بيا – بيا ټينګار کوي چې نارينه د ښځې سرپرست دی، د کور مشري له نارينه سره ده او له همدې وجې به نارينه د بهر چارې سمبالوي او ښځه به له اړتيا پرته دباندې نه وزي.

ښاغلی مودودي د ښځې د زده کړې کولو پر حق تر اعتراف وروسته ليکي: «تر کومه ځايه چې د زده کړو خبره ده، اسلام د ښځې او نارينه تر منځ هيڅ توپير نه دی کړی، البته په نوعيت کې توپير شته دی. د اسلام له نظره د ښځې سمې زده کړې هماغه دي چې له دې يوه ښه مېرمن، ښه مور او ښه کور پالونکې جوړه کړي. د دې د فعاليت (اصلي) دايره (د دې) کور دی.» [۲]

همدا نظر چې ښځه د کور ده، د افغانستان د ملايانو تر منځ تر دې حده عام دی چې هغوی په هيڅ توګه چمتو نه دي چې په دې کې کومه استثنا هم ومني. که څه هم طالبانو په خپله د خپل فکر او ايډيولوژۍ د تشرېح لپاره کم ادبيات ليکلي، خو د دوی په فکر د پوهېدنې لپاره يو ادرس د دوی د قاضی القضات عبد الحکيم حقانی کتاب «الامارة الاسلامية و نظامها» دی. نوموړی په دې کتاب کې د ښځو پر زده کړو غږېدلی دی او د ګڼو اياتونو او احاديثو تر راوړلو وروسته وايي چې دا خو د ښځو د ديني زده کړو په تړاو وو. په دنيوي زده کړو کې طب او خياطي د ښځو لپاره مناسب څه دي چې زده يې کړي، د کېميا، انجينري او نورو علومو د زده کړې لپاره دا هيڅ اړتيا نه لري چې له کوره ووزي او که دا علوم فرض کفايي هم وي، نو نارينه يې زده کوي، د دې لپاره يې زده کول ضروري نه دي. له همدې وجې هيڅ شرعي عذر نه پاتې کېږي چې دا له کوره ووزي. [۳]

نوموړی که څه هم د طب زده کړه جايزه ګڼي، خو په صريحه توګه يوازې د مناسب لفظ کاروي چې له ښځو سره صرف همدا زده کړې ښايي او نور يې نو د فعاليت اصلي دايره کور دی.

که وګورو نو په وړانديني بحث کې د سياسي اسلام مخکښان، ليکوالان او مفکرين پر دې خبره يوه خوله دي چې په اسلام کې د ښځې د فعاليت دايره د هغې کور دی. په دې توګه به دا ډېره سخته وي چې دوی د ښځو لپاره د ټولنيز او سياسي فعاليت حقوق د بشري اساسي حقونو په توګه ومني او موږ عملا په افغانستان کې وينو چې طالبان د سياسي اسلام له باور سره سم په ديني استدلال سره ښځه له خپلو ټولو لومړنيو حقونو په همدې دريځ سره بې برخې کوي چې دا حقونه ورته شريعت نه دي ورکړي. او که وکتل شي، نو په تاريخي توګه طالبان د دين پر اساس د دې نظر يوازيني وړاندي کوونکي او پلي کوونکي نه دي.

شونې ده چې په دې لړ کې د مسلمانانو عمل د سياسي اسلام د نورو پلويانو په پرتله يو څه ځيږ وي. د دې شونتيا يو لامل د طالبانو زدکړييز سيسټم او د هغوی د ژوند ډول کېدلای شي. د افغانستان طالبان په مدرسو او يا هم عموما د کلي د جوماتونو په حجرو کې زده کړې کوي. په دې توګه هغوی د ښځو په تړاو دغسې تبعيضي نظريات په کلونو – کلونو اوري او لولي او په يوه داسې محيط کې ژوند کوي چې هلته هيڅ ښځه نه وي او له خپلو کورنيو هم په مياشتو او کلونو ورک وي، ان د خپل کور ښځې هم نه ويني. په دې توګه د ښځو په وړاندې په طبعي توګه د طالبانو تعصب زياتېږي او کله چې له مقدسو سرچينو ورته داسې برداشتونه بيانېږي چې ښځه دويمه درجه مخلوق ګڼي او بايد د نارينه په څېر حقونه، ونه لري نو ډېره سختېږي چې د دغسي محيط او زده کړو لرونکي اشخاص دې د خپل واک پر مهال د ښځو په اړه له خپل دريځ څخه تنزل وکړي ځکه نه هم د دوی زده کړييز سيسټم او نه هم د ژوند شاليد د ښځو په اړه مثبت څه لري.

عموما د سياسي اسلام پلي کوونکي او بيا په خاص ډول طالبان د خپلو افکارو د تطبيق پر مهال له يوه واقعيت سره مخ وي. هغه دا چې په کومه ټولنه کې دوی د سياسي اسلام د پلي کولو لپاره هلې – ځلې کوي، هغه مسلمانې ټولنې دي خو بيا هم نه دي چمتو چې د دوی نظريات هغسې ومني لکه دوی چې يې غواړي، سره له دې چې دوی خپل نظريات عين د قرآن او احاديثو مدعا ګڼي. د مسلمانو ټولنو له لوري د دوی د افکارو په وړاندې مخالفت يو واقعيت دی. طالبان هم په ټول افغانستان او هم په ځانګړې توګه په پښتنه ټولنه کې له دغسې غبرګون سره مخ دي. په وعظونو کې د ملايانو ډېر وخت پر دې تېرېږي چې خلک او په ځانګړې توګه ښځې له ملايي برداشت سره سم د دين د احکامو مخالفت کوي.

پوښتنه داده چې ايا پښتني کلتور د ښځو په تړاو له دين څخه د طالبانو برداشت مني او که يې ردوي؟

د پښتنې ټولنې او په عموم کې د ټول افغانستان په اړه دا خبره مهمه ده چې د ۱۹۷۹ کال د روسانو تر يرغل وروسته زموږ ټولنې په خپل طبيعي شکل کې نه دي پاتې شوي. نه يوازې دا چې د جګړو له امله کډوالۍ پېښې شوي، بلکې د جنګ د ښکېلو اړخونو په تبليغاتي ماشين کې چې تر شا يې قوي اقتصادي منابع وو، د ټولنو اصلي رنګ او تعاملات د افغانستان د اصيل فرهنګ له طبيعي بهيره بېل شوي. هم پرې کډواليو خپل اغېز کړی او هم هغو سخت دريځو ديني ايډيولوژيو چې د خپلې ودې او پراختيا لپاره بې شمېره مالي منابع ورته چمتو کېدل. د دې شيانو د اغېز له وجې ټولنې له خپل طبيعي مسيره اوښتې او په ځانګړې توګه د افغانستان پښتنې سيمې چې تر ډېره حده له پاکستان سره پر سرحد پرتې وې او د دغسې اغېزو د قبلونې لپاره يې د نور افغانستان په پرتله ظرفيت د ګڼو مشترکاتو له وجې زيات و.

خو بيا هم، موږ کولای شو چې د پښتنې ټولنې په منځ کې د ښځو په تړاو د طالب ايډيولوژۍ بر خلاف څه ومومو. په دې تړاو د بحث يو مورد کوچيان دي. کوچيان د ډېرو پښتني دودونو لېږدوونکي او ساتونکي دي. دوی نه يوازې دا چې پښتو په خپله کره او سوچه بڼه کې ساتلې، بلکې د پښتنو جامه، د هغوی د ټولنيز ژوند تعاملات او په ځانګړې توګه په ټولنه او کور کې د ښځې رول هم په ډېر ښه ډول منعکسوي. په کوچياني ټولنه کې ښځه د طالبانو له تعريف سره سم چادري نه اغوندي، مخ نه پټوي، له پردو نارينه‌و سره خبرې کوي، د هغوی مخ ته راځي او له دې سره – سره د نارينه په څېر يوه فعاله کاريګره ده. د کوچيانو د ژوند په اړه ډېر ملاحظات وړاندې کېدلای شي، خو حقيقت دادی چې کوچيان د پښتنو د تاريخ، کلتور، ژبې او دودونو نه بيلېدونکې برخه ده، بلکې اصلي برخه يې ده. شونې ده چې د کوچيانو تر منځ به د ښځو په تړاو تبعيضي ادبيات او دودونه وي، خو د کوچيانو تر منځ د ښځې لپاره هغه حجاب او حدود هيڅکله نه منل کېږي او نه شته چې ملا او طالب يې د ټولنې او ښځو لپاره تعريف او وړاندې کوي.

همدا راز، ګودر په پښتني فرهنګ او ادب په ځانګړې توګه لنډيو کې د ډېرو کيسو ويونکی دی. عموما ګودر د دوو مينو د ليدو – کتو ځای دی:

دګودر غاړه ورته نيسه

د جينۍ خوی د مرغاوۍ دی رابه شينه

ګودر ته ځم راپسې راشه

زه به منګی په لپو ورو-ورو ډکومه

ما سره سم ګودر له لاړ شه

 منګي مې دوه دي نرۍ ملا مې ماتوينه

که څه هم د ګودر په اړه شته ادبيات په پښتنې ټولنه کې ګڼ محدوديتونه هم بيانوي، خو ورته مهال په ټولنه کې د ښځو د کار، د هغوی د اړيکو او تګ – راتګ په اړه معلومات راکوي. په دې اړه له شته ادبياتو څخه موږ پوهېږو چې ښځه تر کور پورې منحصره نه ده، دا له کوره دباندې وزي، اوبه راوړي، منګي ډکوي، هلته له کوره دباندې او د کلي په منځ کې له خپلو همزولو سره ويني، خپل مين ويني، د زړه خواله ورسره کوي. دا هر څه په هغه ټولنه کې کېدل/کېږي چې طالب يې له «کوم شرعي مجوز» پرته ښځه دباندې نه پرېږدي او ان د «شرعي حجاب» د نشتون له کبله يې له مسلکي کار کولو او زده کړو را ګرزوي.

همدارنګه، د افغانستان او په ځانګړې توګه پښتنې ټولنه تر ښارونو ډېره په کليو کې مېشته ده. په کليو کې د خلکو تر ټولو لويه بوختيا مالداري او کرنه ده. په دې دواړو کې د ښځو ونډه تر سړي کمه نه ده. په همدې ټولنه کې ښځه وزي او په پټيو کې کار کوي، له نارينه سره په څنګ کې له کوره دباندې ولاړه وي او په بېلابېلو برخو کې ورسره مرسته کوي. همدا راز، ښځه د پښتنو په کليواله ټولنه کې له پوره تبعيض سره – سره داسې څوک نه ده چې د قفس غوندې په يوه شنه چادري کې له هر ډول هويت، نوم او کاري مسووليت څخه بې برخې شوې ده. هلته که له هغې سره د ځينو حقونو په برخه کې ظلم کېږي، خو د ټولنې په ګڼو برخو کې د نارينه څنګ ته د هغې پر شتون او هويت هم اعتراف شوی او کېږي.

د پښتنې کلتور یو انځور په تېره بیا کوچیان چې له یوه ځایه بل ځایه کډه کوي او په کار کې ډیره ونډه ښځې اخلي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

پر ښځو د بنديزونو په تړاو د طالبانو فکر او تګلاره تر ډېره زياته حده پر هغو دين ته منسوبو باورونو او ارشاداتو ولاړه ده چې د ديني علماوو او سياسي اسلام د مفکرينو په کتابونو کې له پېړيو راهيسې

موجود دي او همداسي را نقلېږي. له دې سره – سره، د طالبانو زده کړييز چاپېريال د ښځو په تړاو د طالبانو د تبعيضي او سخت دريځي فکر په تشکيلېدو کې پوره ونډه لرلې ده. که د طالبانو د فکر په جوړښت کې پښتني کلتور کوم رول لرلی وي، هغه به ډېر زيات کم وي ځکه د ديني استدلال په وړاندې پر کلتوري باورونو اتکاء نشي کېدلای او د همدې دين ته منسوب استدلال د اغېز له امله طالبان هڅه کوي چې له پښتنې ټولنې د هغې اصيل دودونه او خويونه واخلي.

[۱] قطب، فی ظلال القرآن

[۲] مودودي، پرده

[۳] حقاني، الامارة الاسلامية و نظامها