د پاکستان او عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر تضمين ټينګار وکړ

اطلاعات روز: د پاکستان او عربستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ټليفوني خبرو پر مهال په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر تضمين او د ژوند په ټولو برخو کې د هغوی پر بشپړ او مساوي ګډون ټينګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې بلاول بوټو زرداري او فيصل بن فرحان آل سعود په افغانستان کې له امنيت، ثبات او سولې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

دوی د افغانستان د خلکو د باثباته راتلونکې لپاره نړیوال ګډون مهمه ګڼلې ده.

پاکستان او عربستان هغه دوه هيوادونه دي چې پر طالبانو پراخ نفوذ لري.

دې دوو هيوادونو په دې وروستيو کې د طالبانو هغه دوه فرمانونه نقد کړي چې د ښځو پر کار او زده کړو بنديز لګوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په دې تړاو په خپله اعلاميه کې د ناهيلۍ څرګندونه کړې وه او له طالبانو يې غوښتي و چې پر خپلو پرېکړو دې له سره غور وکړي.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي و چې د ښځو پر تحصيل بنديز د اسلامي هيوادونو لپاره د حيرانتیا وړ خبره ده.

د طالبانو وروستيو فرمانونه نړيوال غبرګونونه را پارولي دي. د اسلامي هيوادونو په شمول ګڼو هيوادونو دا اقدامات غندلي دي.