ننګرهار کې هټۍوال د مالیې او کرایې له لوړېدو شکایت کوي

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هټۍوال شکایت کوي، چې د هټیو د کرایې په یو وخت لوړوالي او د کلنۍ مالیې زیاتوالي له ستونزو سره مخ کړي دي.

شیرین اغا چې په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو هټۍ لري وایي، چې د تیر په پرتله یې کلنۍ مالیه دوه برابره زیاته شوې ده.

د ده په وینا، که طالبان د هټیو د کرایې او پر کلنۍ مالیې له سره غور ونه کړي او راکمې یې نه کړي نو زیاتره هټۍوال به اړ شي چې خپل کاروبار ودروي.

شیرین اغا زیاتوي: «د طالبانو د حکومت په راتګ سره د تېرو کلونو په پرتله کلنۍ مالیه زیاته شوې ده، تېر کې مونږ د دې دوکان ۲۸۰۰۰ افغانۍ ورکوله، خو اوس دا مالیه ۳۸۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې.»

امین الله په جلال اباد ښار کې یو بل هټۍوال دی هغه هم ورته شکایت کوي او وايي، چې د ننګرهار د مستوفيت لپاره د طالبانو مامورين په جلا او خپلسري توګه د ماليې ټولولو لپاره ورځي او د ښاروالۍ کارکوونکي هم د ماليې لپاره ورځي.

نوموړی ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت باید په هر حالت کې له ښاریانو سره همکاري وکړي، نه دا چې د کلني عاید د زیاتوالي په موخه پر هټۍوالو مالیه زیاته کړي.

یو شمیر نور هټیوال بیا د مالیې له لوړوالي سره سره د دوکانونو د کرایې له لوړالي هم شکایت کوي.

دوی وایې، د پخوا په پرتله یې دوکانداري کمه شوې خو برعکس پرې د مارکیټونو د مالکینو له لوري میاشتنۍ کرایې لوړې کړي دي.

د انور شاه په نامه د جلال اباد ښار هټۍوال وایي، د خوراکي توکو بيې لوړې شوي، وزګاري زیاته ده او خلک نشي کولاى خپل ځان او کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.

انورشاه زیاتوي:«د دوکاندارۍ وضیعت بیخي خراب دی، ښاروالۍ او نورو ادارو ته په کار ده؛ چې باید د مارکیټونو په مالکینو فشار راوړي څو د دوکانونو کرایه راکمه کړي ، له مونږ د یو دوکان ۹۰۰۰ افغانۍ اخلي او هیڅ کموالی پکې نه دی راغلی.»

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ماليې وزارت نظر ولرو، خو بریالي نه شو.

خو یاد وزارت تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په مرکز کابل او ولایتونو کې د هټۍوالو هغه شکایتونه رد کړي، چې ګواکې د طالبانو حکومت دې پر دوی کلنۍ مالیه لوړې کړې وي.

خبرپاڼې زیاته کړې له هټۍوالو په عادي ډول هماغه ټاکل شوې مالیه، چې په تېر کې دوی ورکوله اخیستل کیږي.

جلال اباد ښار کې هټۍوال دا شکایتونه داسې مهال کوي چې د سیاسي تحول وروسته په هېواد کې د فقر څپه ډېر لوړه او لاهم په خپرېدو ده او خلک شکایت کوي، چې د کور د نفقې د موندلو لپاره دې طالبان مالیه کمه کړي.