طالبان بلخ کې له ښوونکو سره د يونيسف نغدي مرسته د هغوی له معاشه کموي

اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې د بلخ ولايت مستوفيت د تخنيکي او مسلکي زدکړو د مرکزونو له استادانو سره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) نغدي مرسته د هغوی د معاش پر ځای حساب کړې او ويلي يې دي چې دا پيسې دې د استادانو د سلواغې او کب مياشتو له معاشونو کمې کړای شي.

د بلخ د مسلکي او تخنيکي زدکړو  د مرکز يوه استاد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې دوی ته د تلې پر ۱۸مه د يونيسف له خوا ۱۸ زره نغدې پیسې ورکړل شوې وې.

د ده په وينا، د بلخ مستوفيت د څلورو مياشتو تر تيرېدو وروسته د استادانو له معاش څخه د يونسيف د نغدي مرستې د کمولو غوښتنه کړې.

دې استاد وويل، چې د طالبانو مستوفيت اراده لري چې د ۲۵۰ استادانو له معاشونو څخه د يونيسيف ۱۸ زره افغانۍ مرسته کمه کړي، د دولت عايد ته يې جمع کړي «تر څو عوايد زيات وښيي.»

ده وويل، چې استادان له بد اقتصادي وضعيت سره مخ دي. د ده په وينا، يونيسف په ټولو ولايتونو کې د استادانو د معاش تر څنګ نغدي مرسته کړې ده؛ خو يوازې په بلخ کې د طالبانو مستوفيت دا مرسته د هغوی د معاش پر ځای حساب کړې ده.

د بلخ د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمريت هم د دې ولايت مستوفيت ته په يوه مکتوب کې ليکلي، چې د دې آمريت استادانو د اقتصادي ستونزو له امله يوازې يوه مياشت ۱۸ زره افغانۍ مرسته تر لاسه کړې چې د کار د قانون له مخې معاش نه شي ګڼل کېدلای.

دې آمريت ويلي، چې د عمومي زده کړو د ښوونځيو استادانو له نغدي مرستې سره – سره خوراکي مرسته هم تر لاسه کړې؛ خو دا مرسته د هغوی له معاش څخه نه ده کمه شوې.

د بلخ مستوفيت د دې ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د آمريت دلايل نه دي منلي او ويلي يې دي چې د دې آمريت استادانو کومې ۱۸ زره افغانۍ تر لاسه کړې دي، هغه بايد د دوی د سلواغې او مب د مياشتو له معاشاتو کمې او د دولت حساب ته جمع شي.

د اطلاعات روز ورځپاڼې خبريال نه دی توانېدلی چې د طالبانو د مستوفيت له مسوولينو سره په دې اړه اړيکه ونيسي.