ننګرهار کې په یوه وسله وال برید کې یو ځوان ووژل شو

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت کامې ولسوالۍ کې په یوه وسله وال برید کې یو کس وژل شوی او دوه ماشومان یې ټپیان دي.

د صابر په نامه یو ځایي اوسیدونکي وویل، چې تیره شپه (چهارشنبه، ۲۸ د مرغومي) د کامې ولسوالۍ په «داربنګ» قریه کې ناپيژانده وسله والو د شکرالله په نامه پر یو ځایي اوسیدونکي ډزې کړي چې پرمهال یې نوموړی وژل شوی او دهغه کوچنۍ لور او زوی ټپيان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، شکرالله له یوې میلمستیا څخه کور ته د ستنیدو پرمهال په نښه شوی دی.

د وژل شوي کس د کورنۍ غړي وایي، له هیچا سره یې دښمني نه درلوده او نه پوهیږي چې د کورنۍ غړی یې دچا لخوا وژل شوی دی.

ځایي طالب چارواکو هم د یادې پېښې پخلی کړی او په اړه یې د پلټنو خبر ورکوي.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره دا ډول هدفي وژنې زیاتې شوي، چې د مخنیوي په برخه کې یې خلک واکمن حکومت ګرم بولي.