اطلاعات روز: غزني کې د طالبانو ځايي مسوولينو خبر ورکړی چې د دې ولايت په مرکز کې څلور تنه د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.
د طالبانو د امنيې قومندانۍ د وياند په وينا، مړه شویو کسانو کې يو نارينه، يوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.
دوی د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو او د غزني ښار په يوه مسافرخانه کې ګاز نيولي دي.
په دې وروستيو ورځو کې دې ته د ورته پېښو راپورونه له نورو ولايتونو هم ورکړل شوي دي.
د افغانستان خلک د ژمي سړه هوا کې له ګازو او ډبرو سکرو استفاده کوي چې کله – کله مرګونې پېښي را منځ ته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډیری ولايتونه له يوه سخت ژمي سره مخ دي او په یو شمیر سیمو کې سړې هوا د خلکو ژوند اخیستی دی.