انځور: خواله رسنۍ

د غيرت په شور کې خاموش غږ (۲)

دا يې له کابله راوړې وه، ښايي د دې لپاره به کابل او بلې سيمې توپیر نه درلود ځکه دا په يوه داسې ټولنه کې زېږېدلې او لويه شوې وه چې له ښځې سره پکې چلند د راکړې – ورکړې د توکي په څېر و. که څه هم دې به احساسات او عواطف درلودل، شعور او اراده به يې درلوده او د نارينه انسان په څېر به يې ژوند کول غوښتل، خو له دې هر څه ځکه محرومه وه چې خدای ښځه پيدا کړې وه. د ښځې په توګه د دې ډېر حيثيت دا و چې يو چا خپل ارزښتناک ملکيت ګڼلې وای، که څه هم دا پکې له خپلو نورو انساني حقونو بې برخې وای، ښايي دې ته به يې فرق نه وای ورکړی. البته تر څو چې د دې حيثيت د ارزښتمن ملکيت په توګه خوندي وای.

د دې بدمرغې مېړه مړ شوی و، دا يوه ورځ په خپل کور کې ناسته ده او خپل واړه ماشوم ته تی ورکوي چې لېوره يې د کوټې دروازه پرانيسته او همالته په ولاړه يې ورته وويل چې زوی دي کښېږده او راځه، د سرای په دروازه کې دې خريدار ولاړ دی.

دا چې ايا دا په دې معامله راضي ده؟ د زوی برخليک به يې څه وي؟ خريدار څوک دی؟ او ولې اخر له دې سره دا هر څه کېږي؟ د دې هيڅ پوښتنې د کولو نه حق لري او نه يې ورته ځواب شته دی، ځکه سره له دې چې دا يوه انسانه ده خو ښځه ده او ښځه دلته د نارينه ملکيت ده، هغه چې يې چيرته وغواړي، خرڅوي يې. دا يې هم لېرې په يوه بل ولايت کې خرڅه کړې وه، ځکه د ده پيسو ته اړتيا وه او په دې کور کې د دې حيثيت د ده د ورور د ملکيت په توګه ختم شوی و. لېوره د کور د څښتن په توګه د دې مالک هم و او د دې لپاره يې دا پرېکړه وکړه چې د يو څو پيسو لپاره يې وپلوري او اولاد ورته ځکه نه ورکوي چې نه خو يې خريدار اخيستل غواړي او نه يې هم ښايي دی ورکړي ځکه د ده په اند دا يې د ورور ور پاتې ميراث دی او په راتلونکي کې ګټه هم ترې اخيستل کېدلای شي.

دې به ژړلي وي، چيغې به يې وهلې وي، د ډبر زړو نارينه و پښو ته به ور لوېدلې وي او حد اقل د خپل ځان د اختيار نه، په خپله سينه پسې د خپل زوی د نښلولو سوال به يې کړی وي او خواست به يې کړی وي چې که نور هر څه کوئ، خو د زړه ټوټه مې مه بېلوئ، حد اقل په دې ابدي بېلتون او تلپاتي کړاو مې مه اخته کوئ. مګر د جنسي او مالي هوس په وړاندې د عاطفي پلو غوړېدل هيڅ مهم نه دی، هلته د هغوی په زړونو او دماغونو کې جنسي او د شتمنۍ هوس هر هغه فکر وژلی دی چې د ښځو د مظلوميت او د حق د غږ اورېدل غواړي.

دا پر يوه داسې چا خرڅه شوه چې دا يې په لومړي ځل د خپل کور په دروازه کې د خپل رانيوونکي په توګه ويني او د مهربانۍ حالت يې هم ويني چې له تي يې شيدې رودونکی زوی بېلوي، دا ترې را ولاړوي او له ځان سره يې بيايي. په دې وخت کې به د دې د زړه درد ښايي تر ځمکې وتلای، ځان به ورته په دې ارته او پراخه نړۍ کې څومره بې وسه او بې کسه ښکارېده، خاص د هغو غلامانو په توګه به ورته ځان ايسېد چې په جګړو کې به زورورو نيول او هغوی به يې د توکو په څېر د ځان ملکيت ګڼل او د خپلې ګټې – وټې لپاره به يې پلورل او سوداګري به يې پرې کوله. پر دې هم سوداګري وشوه او له يوه ناپېژاند سوداګر سره پر يوه نامعلوم لوري وخوځېده.

دا يې ليرې يوه بل ولايت ته راوړه، يو څه وخت وروسته يې دوې نورې لوڼې پيدا شوې خو يو ځل بيا يې دا مالک ومړ او يو بل لېور دا ځل دومره ښه وکړل چې دا يې له کوره ونه ايسته او پر يوه نامعلوم سوداګر يې خرڅه نه کړه بلکې په خپله يې وکړه او د دې لور يې هم خپل زوی ته پسې کېنوله. دا چې ايا دا به پوښتل شوې وي چې ستا انتخاب همدا دی؟ دا پوښتنه هلته اصلن مطرح نه ده، هلته دا فکر هيڅ نشته چې ښځه بايد د خپل انتخاب په اړه وپوښتل شي. ښايي که څوک دا خبره د دې خلکو تر منځ وکړي چې ښځه په دې ټولو چارو کې د انتخاب حق لري، دوی به يې د بې غيرته په نوم وترټي، پسې وبه خاندي او ان جاهل به يې وبولي چې کومې ښځې موږ د خپلو خادمانو او مينځو په توګه کاروو، دی/ دا ورته د حقونو غوښتنه کوي او د ژوند په چارو کې ورته د انتخاب حق ورکوي. دوی به ووايي چې څومره ساده دی چې خپل رزق په خپله په لغته وهي!

د دې په خوار کې نصيب هم له نارينه مالکانو سره د اوږد ژوند کولو خبره نه وه ليکل شوې، يا هم ښايي قسمت به پر دې مهربان و او نه به يې غوښتل چې د نارينه مالکانو سره د کړاو ملګرتوب يې ډېر دوامداره وي. د دې دا مېړه او مالک هم مړ شو او دا يوازې له خپلو لوڼو او يو څو نورو ښځو سره په يوه داسې کور کې پاتې شوه چې نور يې نو هيڅ نارينه نه درلود.

د ښځې پېر او پلور زموږ د ټولنې يو تريخ او ژوندی واقعيت دی. په ځانګړې توګه کونډه خو له خپلو ټولو حقونو محرومه وي او د ټولنې او کور نارينه يې په داسې مهال کې د برخليک په اړه بحث کوي چې نه د دې نظر اخلي او نه يې هم په اړه يوه بله ښځه پوښتي، ځکه د دوی په اند دا تر نارينه وو ځانګړې چارې دي او ښځې حق نه لري چې پکې وغږېږي او نارينه چې په دې تړاو هره پرېکړه کوي، هغه به سمه وي او ښځه يې له منلو پرته بل انتخاب نه لري. په دې وخت کې د ښځې په وړاندې دوې لارې دي، يا به هم ځان وژني او يا به هم د خپلې خوښې او انتخاب بر خلاف د يوه نارينه په مالکیت کې خپل ژوند تېروي. هغه ښځې چې اولادونه ولري، د هغوی لپاره مرګ هر وخت بدترين انتخاب وي او د اولاد عاطفه يې په هر څومره کړاو کې د ژوند کولو ته هڅوي.

دې ښځې په خپل ټول ژوند کې نه له خپلې پلرګنۍ سره اړيکه درلوده او نه څوک پسې راتلل چې د مرګ او يا ژوند پوښتنه يې وکړي او دا هم لېرې د څارا په يوه خټين کور کې په دې تمه ژوندۍ وه چې يو وخت به يې هغه زوی په لټه راشي چې د شيدو رودلو په حال کې يې له خپل تي جلا کړی و او بيا يې تر هغې شيبې وروسته هيڅکله ديدن نه و کړی. ښايي په يوه نارينه سالاره ټولنه کې به د داسې زامنو درلودل هم غنيمت وي چې خپله مور د ښځولۍ له وجې بده نه ايسوي او حد اقل د مور په توګه يې احترام کوي. دې زوی يې دا وفاداري وپالله او په پوښتنه – پوښتنه په ځوانۍ کې تر خپلې مور را ورسېد او بالاخره د مور او زوی تر منځ د لسګونو کلونو دا بيلتون ختم شو او د مور او زوی هغه عاطفه بيرته وصل شوه چې د دوو نارينه‌و تر هوس جار شوې وه.

له ښځې سره زموږ تبعيضي چلند زموږ په ټولو ټولنيزو کړو وړو کې شته دی، زموږ فرهنګ لا هم داسې رواجونه او دودونه په ځان کې ساتي چې د ښځې هر ډول بشري او انساني حقونه پکې تروړل کېږي، مګر موږ ته دا غير انساني کار ځکه بد نه ښکاري او يا که بد راته ښکاري ځکه يې په وړاندې نه درېږو چې په ټولنه کې دا کار يو کس نه کوي او نه مو هم په فرهنګ کې ناولده او نادر کار دی. د دې پر خلاف غږ د ټول فرهنګ پر خلاف غږ دی او له دې سره نو تړلي ټول اړخونه هم ننګول کېږي لکه کورنی اقتصاد چې تر يوه حده د ښځې په پلور او پېر چلېږي. که څه هم د دې پېر او پلور نومونه به ښکلي وي او شونې ده چې دا پېر او پلور به لمانځل کېږي هم، خو بيا به هم په دې لړ کې د يوې ښځې خپله اراده وژل شوې وي، له هغې به د خپل انتخاب حق اخیستل شوی وي او په نهايت کې به دا پلورل شوې وي او اخيستل شوی ولور به د يوه بل نارينه د ژوند پر رنګينولو مصرفېږي. خو دا ټولې بدرنګې رنګينۍ د ښځې د غږ په خاموشولو جوړې شوې دي، که د ښځې غږ د غيرتونو په دې شور کې خاموش نشي، د دې هيواد تر نيم زيات نارينه به هيڅکله د ښځې ملتيا ونه کړي او نه به د دې هيواد هغه ډېر غيرتونه او ارزښتونه پاتې شي چې اوس مهال د ښځو د لاس او پښو زولانه دي.