کندهار کې د ۵۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د بېلابېلو ولسواليو ۵۰۰ داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته نږدې ۲۴ميليونه افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.

د کندهار ولايت لپاره د طالبانو د کډوالو ریيس مولوي نقيب الله مومن وايي، د دغه کورنیو سروې یې پخوا ترسره کړې وه او نن (پنج شنبه، ۱۳ د سلواغې) یې عملاً ورته نغدې افغانۍ وویشلې.

د ده په خبره هر اړمن کس ته ۴۷ زره او ۷۰۰ افغانۍ ورکول شوې ترڅو خپلې لومړنۍ اړتياوې پرې پوره کړي.

نموړی زیاتوي، ياده نغدي مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو او بېرته راستنېدونکي سازمان (UNHCR) له لوري هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په دې وروستيو کې له نورو ولايتونو څخه د کندهار مختلفو ولسواليو ته کډوال شوي وي.

همدارنګه مرسته ترلاسه کوونکي کسان بیا وایي، چې نړیوال موسېسات او د طالبانو حکومت دې دوی ته د دایمي کار زمینه برابره کړي.

د دوی په خبره لنډ مهالې مرستې یې ستونزې نشي حل کولی، یوازې یې د څو ورځو درد دوا کوي.