اطلاعات روز: کندهار کې کروندګر وایي، چې دغلته ځمکني توتان ښه حاصل ورکوي، خو زیاتوي چې د زراعتي درملو، معیاري وسایلو او اوبو نشتون یې پر وړاندې سترې ننګونې دي.
د کندهار په عينو مېنه کې د ځمکنیو توتانو فارم لرونکي بشير احمد اطلاعات روز ته وویل، چې د تېرو دریو کلونو راهیسې ځمکني توتان کري او نورو ولایتونو په څیر یې کندهار کې هم ښه خاصل ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه: «موږ ته که اوبه برابرې شي نو ستونزې مو حل کېږي پر دوه سوه متره ځمکې په موسم کې ۱۰ منه يا ۱۲ منه توت زميني حاصل راټولوو، غوښتنه مو داده چې زموږ سره دې د کرنې په برخه کې ډيره همکاري وشي.»
همدارنګه د ځمکني توتانو د یوه فارم کارګر طالب ګل بیا وایي، چې سږکال د ځمکني توتانو کښت زیات او مرض یې نه و کړی.
نوموړی له نورو کروندګرو غواړي چې د کوکنارو د کرکيلې پر ځای دې ځمکني توتان کښت کړي ځکه په خبره يې چې د خپل ښه قيمت له وجې ښه ګټه لري.
یو شمیر نور کروندګر بیا خوښ دي چې د کوکنارو پرځای یې ځمکني توتان کرلي، دوی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د اوبو په برخه کې دې د دوی ستونزې هوارې او زیاتوي چې په زراغتي برخه دې د دوی ملاتړ وشي ترڅو ښه حاصلات ترلاسه او د کوکنارو له کښت لاس واخلي.
ورته مهال د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو وياند ننګيالی سمون وايي، دا مهال د دې ولايت د مرکز ترڅنګ په ډنډ، ژیړۍ او ارغنداب ولسواليو کې هم کروندګرو د ځمکني توتانو کښت ته مخه کړې.
ده زياته کړه: «توت زميني پر يو جريب ځمکه باندې په خپل موسم کې کروندګرو ته ۴۰ زره افغانۍ جوړوي، بزګرانو ته موږ د توت زميني د ځينو مرضونو په اړه معلومات ورکړي.»
دا مهال د افغانستان به بازارونو کې ځمکني توتان په ښه بیه پلورل کېږي چې دې چارې کروندګر هڅولي چې پر خپلو ځمکو، ځمکنی توتان کښت کړي.