اطلاعات روز: د ننګرهار جلال اباد ښار کې د میرمنو لپاره د ځانګړي تفریح ځای د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي.
د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د مېرمنو لپاره دغه پارک د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې یو لک ۴۷ زره او ۳۴۸ امریکايي ډالرو په لګښت د یو این هبیتات ادارې له لوري جوړیږي.
د ښاغلی اباسین په وینا، د دې پارک چارې به په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي. بهیر زیاتوي:« د میرمنو لپاره دغه پارک جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې جوړیږي چې د ښځينه وو لپاره ځانګړی شوی او دغه پارک د یو این هبیتات په همکارۍ جوړیږي.»
دا په ننګرهار د ښځو لپاره لومړنی تفریح ځای دی چې جوړیږي له دې وړاندې په دې ولایت د مېرمنو لپاره کوم ځانګړي پارک شتون نه درلود.