د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: ځواب ويلو ته د طالبانو د اړ کولو ابزار راسره شته دي

AFP

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې لا هم داسې ابزار ورسره شته چې په وسيله يې کولای شي طالبان زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په تړاو ځواب ويلو ته اړ کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ودانت پاټل پرون (چهارشنبه، ۳۱ د غبرګولي) په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «له ما به مو وړاندې اورېدلي وي چې [زموږ چلند] له ښځو او نجونو سره د طالبانو له چلند سره تړلی دی.»

نوموړي د طالبانو د دې لېوالتيا په اړه چې غواړي د نړيوالې ټولنې له لوري په رسميت وپېژندل شي، وويل چې د نړيوالې ټولنې له لوري منل کېدو او مشروعيت ته د طالبانو په لېوالتيا کې يو مهم جز د ښځو د حقونو مراعتول دي.

ښاغلي پاټيل وويل: «تر څو چې هغوی خپل نيم نفوس ته هغه حقونه او امتيازونه ورنه کړي چې نيم نور ترې برخمن دي، نو نه يوازې افغانستان شاته بيايي بلکې د خپلې لېوالتيا پر وړاندې هم درېږي؛ د نړيوالې ټولنې له لوري د منل کېدو او مشروعيت لېوالتيا.»

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګيو پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع کړې دي او پوهنتونونه يې هم د نجونو پر وړاندې تړلي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د يوناما رييسې رزا اوتنبايوا تېره ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې وويل، چې تر څو طالبان پر ښځو بنديزونه لغوه نه کړي، د دې ډلې په رسميت پېژندل ناشوني دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه