د کونړ په ځنګل کې اور لګیدنه؛ ۱۴ هکتاره ځنګل سوځیدلی او لاهم دوام لري

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د کونړ ولایت د پېج درې ولسوالۍ د «سوندرۍ» سیمې په ځنګل کې لګیدلی اور دویمې ورځې ته غځیدلی او لاهم دوام لري.

کونړ کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست اړوند د زیانونو مدیریت لپاره د طالبانو مسوول احسان الله نن (یکشنبه، ۴ د چنګاښ) وویل، چې دغه اور لګېدنه تېره ورځ سهار مهال شوې وه، چې د لسګونه ځایي خلکو له هڅو سره سره لا هم نه ده مهار شوې او په ډېرې چټکۍ د پراختیا په حال کې ده.

نوموړی وایي، تر اوسه د دغې اور لګېدنې له امله شاوخوا ١٤ هکتاره ځنګل او د څارویو څړ ځایونه سوځېدلي دي.

هغه وایي، د اور لګېدنې لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو په خبره یې ډېری مهال په ځنګلونو کې شپانه اور بلوي، چې ښایي له همدې امله اور لګېدنه را منځته شوې وي.

کونړ کې طالب مسوولینو د اور د مهار لپاره د طالبانو له مرکزي حکومت د مرستې غوښتنه کړې وه، خو د یو شمېر سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو مرکزي حکومت په دې اړه تر اوسه کوم ګام نه دی پورته کړی.

ځایي خلک اندېښنه لري وایي، که یاده اور مهار نشي ښایي په لنډ وخت کې د کونړ نورو ولسوالیو او حتی د نورستان ولایت ځنګلونو ته هم سرایت وکړي، چې بیا به یې کنټرول له وسې پورته خبره وي.

تېر کال هم د کونړ د پېج درې ولسوالۍ په ځنګل کې اور لګېدلی و، چې له امله په زیاته کچه د نښترو ونې او د مالونو څړ ځایونه له منځه تللي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته