انځور: ټولنیزې رسنۍ

طالبانو د صادرېدونکو ډبرو سکرو په هر ټن کې ۱۵ ډالره ګمرکي محصول کم کړی دی

د طالبانو ماليې وزارت اعلان کړی دی چې د صادرېدونکو ډبرو سکرو په هر ټن کې يې ۱۵ ډالره ګمرکي محصول او پنځه ډالره «رياليټي» قيمت کم کړی دی.

دې وزارت نن (يکشنبه، ۴ چنګاښ) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې دا کموالی د طالبانو د مشر هبت الله آخوندزاده د امر او د دې ډلې د اقتصادي کميسيون د پرېکړي له مخې شوی دی.

د طالبانو د ماليې وزارت په اعلاميه کې د دې کار موخه «د هيواد د صادراتو وده او سوداګرو او پانګولو نوره هڅونه» بلل شوې ده.

دې وزارت ويلي دي چې په نړيوال بازار کې د ډبرو سکرو د قيمت په لوړېدو سره به پر خپله پرېکړه بيرته غور وکړي.

دا پرېکړه په داسي مهال کې کېږي چې يو کال وړاندي طالبانو د صادرېدونکو ډبرو سکو بيه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته پورته کړې وه چې ۳۰ سلنه يې د ماليې په توګه اخيستل کېدله.

تېر کال پاکستان ته د ډبرو سکرو زيات صادرات او په هيواد کې دننه يې د قيمتونو لوړېدل پر طالبانو د پراخو نيوکو لامل شول.