د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې اور لګېدنې سل جریبه ځنګل سوځولی

اطلاعات روز: په نورستان کې د طالبانو مسوولین وایي چې د دې ولایت د کامدېش ولسوالۍ په یوه ځنګله کې اور لګېدلی.

د دې ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست لپاره د طالبانو ريیس سرتاج الدین صافي نن (دوشنبه، ۵ چنګاښ) وويل چې دا اور لګېدنه له پنجشنبې (۱ چنګاښ) ورځې راهيسي د کامدېش ولسوالۍ په پتیګل دره کې را منځته شوې.

صافی زیاتوي چې د اور لګېدنې له امله شاوخوا سل جریبه ځنګل سوځېدلی او اور لا هم دوام لري خو د نوموړي په وينا چې اوس مهال تر کنټرول لاندې دی.

دی وايي چې د اور په مړه کولو کې په زیاته کچه ولسي خلکو او د طالبانو سیمه‌ییزو مسوولینو برخه اخيستې او هیله یې ښودلې چې ژر به دغه اور مړ کړل شي.

د نوموړي په وینا تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی څرګند شوی.

سرتاج الدین صافي وویل چې د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي ریاست د اور لګېدنې د مهار په برخه کې ګډون کوونکو ولسي وګړو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې هم په پام کې نیولې دي.

بلخوا، د تېرې شنبې په ورځ د کونړ د پېچ درې ولسوالۍ په سوندرۍ او کوړنګل درو کې اورلګېدنه را منځته شوې چې د مسوولینو د مالوماتو له مخې شاوخوا ١٤ هکتاره ځنګل او د څارویو څړځایونه سوځېدلي.

تېر کال هم د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په شام دره کې اورلګېدنه را منځته شوې وه، چې په سلګونه جریبه ځنګل او د څارویو څړځایونه یې له منځه وړي و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته