په پکتيا او خوست کې نامعلومو وسلوالو څلور کسان وژلي دي

اطلاعات روز: په پکتیا او خوست ولایتونو کې ځايي سرچینې وايي چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۷ د چنګاښ) د نامعلومو وسله والو په هدفي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي دي.

په پکتیا ولایت کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي دي چې تېره شپه د دې ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې نامالوم کسان د اکبر خان په نوم د يوه کس کور ته ننوتلي او د نوموړي په شمول يې د ده دوه ځوان زامن وژلي دي.

د سرچینې په وينا چې اکبر خان په تېر حکومت کې د سیمه‌ييزو پولیسو قومندان و.

همدا راز، ځايي سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي چې تېره ورځ له غرمې وروسته د خوست په مرکز کې یو کس د نامالومو کسانو له لوري وژل شوی دی. ځايي سرچینې زياتوي چې وژل شوی کس غفور نومیده او پر نوموړي له برید وروسته د هغه قاتلین د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

تر اوسه په پکتيا او خوست کې د طالبانو ځايي مسوولينو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د یادونې و ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په هيواد کې هدفي وژنې زياتې شوې دي.

که څه هم طالبان په ټول هيواد کې د سرتاسري امنيت د راوستلو خبره کوي، خو خلګ له زياتېدونکو پټو او هدفي وژنو څخه شکايت کوي او طالبان تورنوي چې د داسي پېښو د مخنيوي بشپړې هڅې نه کوي.