اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي چې د تېرو دوو ورځو پر مهال د هلمند په سيند کې دوه کسان ډوب شوي او مړه شوي دي.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات کلتور رياست مرستيال محمد قاسم رياض وايي چې په لومړۍ پېښه کې د اختر په لومړۍ ورځ (چهارشنبه، ۷ د چنګاښ) په کجکي ولسوالۍ کې يو ځوان اوبو وړی او جسد يې تراوسه نه دی موندل شوی.
د نوموړي په وينا چې طالبان او عام خلګ له تېرو دوو ورځو راهيسي د همدې کس د جسد موندنې هڅه کوي.
ښاغلی رياض وايي چې دوهمه پېښه پرون (پنجشنبه، ۸ د چنګاښ) شوې او په همدې کجکي ولسوالۍ کې يو ۱۵ کلن هلک د هلمند سيند اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی. د نوموړي په وينا چې د ياد هلک جسد موندل شوی.
د دې پېښو راپور په داسي مهال کې ورکول کېږي چې په تېرو درو ورځو کې په هلمند، زابل، ارزګان، بدخشان او پکتيکا کې د ورته پېښو له امله د ماشومانو په ګډون ۹ تنه مړه شوي دي.
