Photo: MinColonna

د نړۍ د شپږو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پر افغان ښځو د طالبانو د لګول شويو بنديزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د نړۍ د شپږو هيوادونو د بهرنيو چارو ښځینه وزیرانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د لګول شويو بنديزونو د ليرې کېدو غوښتنه کړې ده.

دوی د مغولستان په پلازمېنه «اولان باتور» کې تر دوې ورځنۍ غونډې وروسته پرون (جمعه، ۹ د چنګاښ)  په خپله خپره کړې ګډه اعلاميه کې د افغانستان د ښځو لپاره د واقعي، بشپړ، برابر او خوندي مشارکت غوښتنه کړې ده.

دا اعلاميه د جرمني، فرانسې، اندونيزيا، سویلي افريقا، ليختن‌شتاين او مغولستان له لوري خپره شوې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي: «له طالبانو غواړو چې هغه اقدامات دې ژر تر ژره لغو کړي چې د ښځو او نجونو د حقونو او اساسي ازاديو  لکه کار ته د هغوی د لاسرسي، د تګ – راتګ د ازادۍ، د واقعي، بشپړ او په عمومي ژوند کې د برابر مشارکت مخنيوی کوي.»

دوی په دې اعلاميه کې د نړۍ له ټولو هيوادونو غوښتي چې د ملګرو ملتونو له منشور سره سم دې، د افغانستان د ښځو پر خلاف د طالبانو د بنديزونو د ختمولو لپاره له خپله نفوذه کار واخلي.

طالبانو پر افغانستان تر بيا ځلې واکمنېدو وروسته، په عمومي ځايونو کې د ښځو پر حضور سخت بنديزونه لګولي او هغوی يې ښوونځي او پوهنتون ته له تللو را ګرزولې دي او همدا راز يې په دولتي ادارو او خصوصي داخلي او نړيوالو بنسټونو کې له کار کولو منع کړې دي.

تر دې وړاندې هم د نړۍ د ۱۶ هيوادونو د بهرنيو چارو ښځینه وزيرانو پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د بنديزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې وه.