UNHCR

ګوتريش: په نړۍ کې ۱۳۰ ميليونه نجونې له ښوونځي بې برخې دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونيو ګوتريش وايي، چې په ټوله نړۍ کې ۱۳۰ ميليونه نجونې ښوونځي ته لاسرسی نه لري.

ښاغلي ګوتريش نن (شنبه، ۱۰ د چنګاښ) په یوه ټویټ کې ليکلي، چې د دې نجونو نيمايي يې په کړکېچ ځپلو هيوادونو کې ژوند کوي.

نوموړي زياته کړې، چې ښوونځي ته نه لاسرسی د دې لامل کېږي چې نجونې ژر واده شي او له تاوتريخوالي او استثمار سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر ښځو او د هغوی پر زده کړه او بشري حقونو پانګونه پر راتلونکې پانګونه ګڼلې ده.

دا به داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دويم ځل واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي راګرځولې دي.

د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او زدکړييز سازمان (يونسکو) د راپور پر اساس د طالبانو د دې بنديز له وجې ۱.۲ میليونه نجونې ښوونځي ته له تللو محرومې دي.