انځور: خواله رسنۍ

متقي: اوس دې امريکا خپل مسووليت ادا کړي او مثبت تعامل دې غوره کړي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي د القاعدې په اړه د امريکا د ولسمشر جوبايډن وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، چې اوس دې امريکا خپل مسووليت ادا کړي او له طالبانو سره دې مثبت تعامل ته مخه کړي.

بايډن د جمعې په ورځ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «په یاد ولرئ چې ما د افغانستان په اړه څه ويلي و؟ ما ويلي و چې القاعده به په افغانستان کې نه وي، ما ويلي و چې هلته به نه وي. ما ويلي و چې طالبان له موږ سره مرسته کوي. اوس څه کېږي؟ څه پېښېږي؟ ورځپاڼې ولولئ، رښتيا مې ويلي و.»

د طالبانو د بهرنيو چارو د سرپرست په شمول دغې ډلې د بايډن خبرې په افغانستان کې «د وسله والو ډلو» په نشتون تعبیر کړې دي.

متقي له الجزيرې سره په خبرو کې ويلي: «د ولسمشر بايډن وروستۍ څرګندونې چې ويلي يې دي په افغانستان کې وسله والې ډلې نشته، په حقيقت کې د واقعيت درک دی.»

د ده په وينا، د بايډن څرګندونې په افغانستان کې تر ۲۰ د زياتو تروريستي ډلو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا راپور ردوي.

متقي ويلي: «د افغانستان اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) ژمن دی چې هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي. موږ په تېرو دوو کلونو کې عملا دا ثابته کړې ده. اوس د امريکا دنده ده چې خپل مسووليتونه ادا کړي او له افغانستان سره مثبت تعامل ته راوړاندې شي.»

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي، چې د جوبايډن وروستۍ څرګندونې کړو ژمنو ته د طالبانو پابندي ښيي.

د طالبانو مخالفينو هم د بايډن څرګندونو ته غبرګون ښودلی او طالبان يې د امريکا «مزدوران» ګڼلي دي.

د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل په يوه ټويټ کې ليکلي: «ولسمشر بايډن د دوحې تړون د پټو ضمیمو په افشا کولو سره اساسي څه په ډاګه کړي دي.»

نبيل زياته کړې، چې ښاغلي بايډن په دې افشا سره «په سيمه کې د امريکا د واګنر ډلې په توګه د طالبانو واقعي ماهيت وښود.»

د طالبانو وياند ظاهرا د نبيل دې څرګندونو ته په ځواب کې ويلي: «د امريکا تښتېدلو غلامانو! له حقايقو ناوړه ګټه مه اخلئ، بلکې پر خپلو له شرمه ډکو کارنامو وشرمېږئ او له خپلو هيوادوالو بښنه وغواړئ.»

مجاهد ليکلي، چې که طالبان د امريکا غلامان وای، نو له بنديزونو سره به نه و مخ او په رسميت به پېژندل شوي وای.

د طالبانو وياند ټينګار کړی، چې اوس مهال افغانستان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دی.

د القاعدې په اړه د بايډن څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په راپور کې طالبان تورن شوي و د دوحې د تړون پر اساس يې پر خپله ژمنه عمل نه دی کړی چې د القاعدې په شمول به له تروريستي ډلو سره اړيکې پرې کوي.

د راپور په وينا، له القاعدې او تحريک طالبان پاکستان سره د طالبانو اړيکې په پوره قوت لا هم پر ځای دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو د څار ټيم په خپل راپور کې زياته کړې وه چې داسې نښې شته چې ښيي القاعده د عملياتي وړتيا د بيا پياوړي کولو په حال کې ده.

د دې راپور له مخې، په افغانستان کې ۲۰ تروريستي ډلې فعاليت کوي او «هم په افغانستان او هم په سيمه کې د تروريزم خطر مخ پر زياتېدو دی».