د خوړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې د بودیجې د کمښت له کبله خپلې مرستې کمې کړې

اطلاعات روز: په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د بودیجې د کمښت له کبله اړ شوي چې د هغو کسانو شمېر چې هره میاشت ورسره مرسته کوي تر پنځو میلیونو خورا زیانمنو کسانو ته راکم کړي.

دې پروګرام نن (سې‌شنبه، ۱۳ د چنګاښ) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په ژمي کې د عملياتو د دوام لپاره تر يوه ميليارد زياتو ډالرو ته اړتيا ده.

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې ۲۸.۸ ميليونه وګړي يا هم د افغانستان دوه پر درې برخې نفوس د ۲۰۲۳ کال پر مهال څو اړخيزو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د دې پروګرام په وينا، وړاندوينه داده چې د ۲۰۲۳ کال د می او اکتوبر مياشتو تر منځ به ۱۵.۳ ميليونه وګړي له سختې غذايي ناامنۍ سره مخ وي.

د دې پروګرام په وينا، له دې شمېر څخه به ۲.۸ ميليونه وګړي له بېړنۍ غذايي ناامنۍ سره مخ وي.

د خوړو نړيوال پروګرام زیاتوي، چې اوس مهال په افغانستان کې ۳.۲ ميليونه وګړي له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه