منبع: radio pakistan

شانګهای غونډه؛ د پاکستان لومړي وزير له طالبانو سره د نړۍ د «معنادار تعامل» غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د شانګهای همکاريو د سازمان په مجازي غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال له طالبانو سره د نړۍ د «معنادار تعامل» غوښتنه وکړه.

د «ايکسپريس ټريبيون» ورځپاڼې په وينا، ښاغلي شريف نن (سې‌شنبه، ۱۳ د چنګاښ) د خپلو خبرو پر مهال په سيمه کې سولې او ښېرازۍ ته د رسيدنې لپاره په افغانستان کې پر ثبات ټينګار کړی دی او ويلي يې دي چې دا «د شانګهای د همکاريو د سازمان د ټولو رهبرانو مشترکه اندېښنه او مسئوليت دی».

د پاکستان لومړي وزیر ويلي دي: «ناپوره شوې هيلې ښيي چې د افغانستان د سخت انساني کړکېچ او د اقتصادي پاشلتيا د مخنيوي او له تروريزم سره د مبارزې لپاره اړينه مرسته دريدلې ده او دا سياست بېړنۍ بيا کتنې ته اړتيا لري.»

ده په خپلو خبرو کې نړيواله ټولنه هڅولې ده چې له طالبانو سره دي «معنادار تعامل» وکړي او دا ډله يې د افغانستان «موقت حکومت» ګڼلې ده.

د پاکستان لومړي وزير همدا راز له طالبانو غوښتي دي چې مشخص اقدامات دي وکړي تر څو تروریزم د افغانستان له خاورې استفاده ونه کړي.

ده ټينګار کړی دی: «سولييز او باثباته افغانستان نه يوازي دا چې د دې هيواد د خلګو لپاره اقتصادي ګټه لري، بلکې د شانګهای د همکاريو د سازمان د سيمه‌ييز اقتصاد واقعي پوټانشيل هم پرانيزي او له نړيوالې سولې، امنيت او پرمختګ سره مرسته کوي.»

د شانګهای د همکاريو د سازمان د مشرانو غونډه نن د هند د لومړي وزير نريندرا مودي په کوربتوب په مجازي توګه شوې ده. ښاغلي مودي په دې غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال وويل چې د افغانستان وضعيت د شانګهای همکاريو د سازمان د ټولو غړو هيوادونو پر امنيت مستقيم اغېز لري او ټيڼګار يې وکړ چې له دې خاورې دي د افراطيت د ترويج او ناامنۍ د خپرولو لپاره استفاده نه کېږي.