انځور: استول شوی

نورستان او کونړ کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

اطلاعات روز: نورستان ولایت کې سیمه ییز خلک وایي، چې د دغه ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د راوتلو سیلابونو له امله دوه تنه مړه او یو ژوبل شوی دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي توحیدالله وویل، چې دغه سیلابونه تېره شپه (سې شنبه، ١٣ د چنګاښ) شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د وانټ وایګل ولسوالۍ په «امریت» سیمه کې را وتلي دي.

نوموړی زیاتوي، سیلابونو دوه ډاټسن موټر له ځان سره وړي، چې له امله یې دوه موټر چلوونکي مړه شوي او یو بل کس ژوبل دی.

توحیدالله وایي، مړه او ژوبل کسان اصلي د کونړ ولایت د پېج درې ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې د کونړ-وانټ وایګل پر لویه لاره یې موټر چلوونه کوله.

هڅه مو وکړه، چې د دغې پېښې په تړاو د نورستان ولایت لپاره د طالب مسوولینو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له دوامدارو هڅو سره سره هغوی زموږ اړیکه ځواب نه کړه.

د دې ترڅنګ کونړ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایي، چې تېره شپه راوتلو سیلابونو د کونړ ولایت په خاص کونړ، مروره، شیګل او مرکز اسعد آباد کې د استوګنې شاوخوا دولس کورونه زیانمن کړي دي.

دغه ریاست ویلي، سیلابونو د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د اوبو ویالې، سربندونه، سړکونه او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده.