اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان (يونسکو) له زده کړو او تحصيل څخه د نجونو د محروميت پر دوام نيوکه کړې او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو هيلې او اميدونه له منځه تللي دي.
يونسکو نن (چهارشنبه، ۱۴ د چنګاښ) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د تحصيل لپاره د ښځو او نجونو اساسي حق نقض شوی او دا د منلو وړ نه ده.
طالبانو لومړی تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړې او وروسته يې د تېر کال په وروستيو کې د ښځو پر وړاندې پوهنتونونه هم وتړل.
دې ډلې ښځې په دولتي او غير دولتي ادارو کې له کار کولو هم راګرځولې دي.
پر ښځو د طالبانو بنديزونه لا هم دوام لري او په وروستي ځل دې ډلې د ښځو د سينګارتونونو پر فعاليت هم بنديز لکولی دی.