اطلاعات روز: د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني پکتیا ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د دوی حکومت ځکه په رسمیت نه پیژندل کېږي چې د نړیوالو «فرمایشاتو» ته یې غاړه نه ده ایښې.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ (سې شنبه، ۱۳ د چنګاښ) د دغه ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې له قومي مخورو سره په یوې ګډه ناسته کې کړي او ویلي دي، چې دوی اوسنۍ واکمنۍ د خپلو مټو په زور تر لاسه کړې ده.
هغه ویلي: «اول باید شکر ادا کړو، چې ازادۍ دې راکړه او له خپلواکۍ دې برخمن کړو، د چا تر احسان لاندې نه شو او دا ازادي مو په خپلو مټو واخیستله او دا نن چې مونږ ته رسمیت نه راکوي خو په دې یې نه راکوي چې د دوی [نړیواله ټولنه] فرمایشات مو نه دي منلي او تر اخر سلګۍ پورې مو یوه خبره هم ورسره و نه منله.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست دا نه دي ویلي، چې طالبانو څخه د رسمیت پیژندلو په بدل کې د نړیوالو غوښتنې څه دي.
خو نوموړي زیاته کړې چې دوی به د اوسني نظام د بقاء لپاره هڅې کوي او هیڅکله به د هیواد او ولس په خاوره او خپلواکۍ معامله ونه کړي.
حقاني همدا راز په خپلو خبرو کې د بشپړ امنیت ډاډ هم ورکړی او ویلي یې دي، چې اوس مهال خلک له کومې وېرې پرته له شمال څخه جنوب او له جنوب د هیواد هر ځای ته تګ-راتګ کولی شي.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني په داسې مهال واک په رسېدو کې له امریکا او ناټو سره د معاملې نه کولو یادونه کوي چې درې ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، چې واک ته د طالبانو په رسېدو سره به دغه ډله له مونږ سره د القاعدې او نورو تروریستي ډلو د له منځه وړلو برخه کې همکاري وکړي.
د بایډن دغو څرګندونو ته د جمهوري نظام یو پخواني چارواکي محبوب شاه محبوب له یوې ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې طالبان د پاکستان پر مټ د امریکا دریم لاس قراردادیان یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې د طالبانو دا دوره لنډه او د افغانستان په خیر یې نه ده بللې.
