اميري: د ښځینه وو پر سينګارتونونو بنديز سره د ښځو کم شمېر پناهځايونه هم له منځه ځي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ويلي، چې د طالبانو له لوري د ښځو پر سينګارتونونو بنديز له کوره دباندې د ښځو کم شمېر پناهځايونه هم له منځه وړي او افغانستان تر ډېره حده په يوه «بې رحمه او ډېر منزوي» ځای بدلوي.

د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې د دې ډلې د رهبر په شفاهي امر سره په ټول هيواد کې ښځينه سينګارتونونه تر يوې مياشتې په کم وخت کې تړل کېږي.

اميري د طالبانو د دې پرېکړې پر وړاندې تېره شپه (چهارشنبه، ۱۴ د چنګاښ) د یوه ټويټ له لارې غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې پر سينګارتونونو د طالبانو بنديز د يوه بل داسې مهم ځای حذفول دي چې هلته ښځې د خپلو کورنيو لپاره د ډوډۍ موندنې هڅه کوي.

دا پر ښځو او نجونو د طالبانو تر ټولو تازه بنديز دی.

طالبانو تر دې وړاندې د لسګونو نورو فرمامونونو په وسيله ښځې او نجونې له زده کړو، تحصيل او کار څخه منع کړې دي.