طالبانو د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې دوه کسان عام محضر کې په دُرو ووهل

اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ کې دوو کسانو ته د غلا په تور عام محضر کې سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۴ د چنګاښ) د محلي چارواکو او عامو وګړو په حضور کې په دُرو وهل شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، یادو کسانو د زرمت په بېلابېلو سیمو کې د غلا په څو قضیو کې لاس درلود او تر نیول کېدو وروسته یې په کړي جرم اعتراف هم کړی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې دا وضاحت نه دی ورکړی چې نیول شویو کسانو د غلا کوم ډول قضیې درلودې او په څومره شمېر دُرې وهل شوي دي.

له دې وړاندې هم د نورو ولایتونو سربېره د پکتیا په مرکز ګردېز کې پنځه کسان د زنا، قتل، له کوره د تېښتې او غلا پېښو کې د لاس لرلو له امله په عام محضر کې جزايي شوي وو.

نړیوالې ټولنې بار، بار له طالبانو غوښتنه کړې چې په عام محضر کې خلکو ته له سزا ورکولو ډډه وکړي، خو طالبان وايي د اسلامي قوانینو د عملي کېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.