انځور: د پولیو ځانګړې پاڼه

د هیواد ختیځ زون کې د پوليو ضد واکسين کمپاين پېل شو

اطلاعات روز: د هیواد په ختیځو ولایتونو کې نن (شنبه، ۱۷ د چنګاښ) د يونیسف او روغتيا نړيوالې ادارې په مالي ملاتړ د پوليو ضد واکسين کمپاين پېل شو.

په ننګرهار کې د کتلوي معافيت عمومي مسوول ډاکټر حکم خان ګلابزی وایي، دغه کمپاين به څلور ورځې دوام وکړي، چې پرمهال به یې په کونړ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې ۱.۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکول شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې چې په روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې د پولیو ۵ مثبتې پیښې ثبت شوي چې ټولې یې په ننګرهار کې دي.

دغه ولایت کې د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه په کوټ، دویمه یې په بټي کوټ، دریمه یې په نازیانو، څلورمه په بهسودو او پنځمه یې تازه په دور بابا ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

روغتیایي چارواکي اندیښنه لري او وایي، چې په ختيځ کې د ګوزڼ د تازه مثبتو پېښو په ثبتیدو سره دغلته ټول تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې دغه ناروغۍ پکې شته او د نورو لاملونو سربیره د خلکو له لوري واکسین ته زړه نه ښه کول یې مهم لامل بلل کېږي.