پاکستان: افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د غړو ځای پر ځای کول زموږ د پولو په اوږدو کې د سولې لامل کیدلی شي

via VOA

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني له سرحدي ولايتونو څخه نورو سيمو ته «وزيرستاني کډوالو» د لېږد په اړه ويلي، چې د تحريک طالبان پاکستان د خنثا کولو لپاره د افغانستان د طالبانو له لوري ځينې اقدامات شوي دي.

ده له امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي، چې که د تحريک طالبان پاکستان غړي په رښتيا هم ځای پر ځای شي او د پاکستان د پولې په اوږدو  کې «سوله» راشي، نو دا به يو مهم بدلون وي او اسلام اباد به يې هرکلی وکړي.

پاکستان ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د پاکستان د دولت پر خلاف د خپلو فعاليتونو سازماندهي د افغانستان په سرحدي سيمو کې کوي. پاکستاني چارواکو بيا – بيا ويلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې بريدونه زيات شوي دي.

په دې وروستيو کې د افغانستان طالبانو اعلان وکړ چې د کومو «وزيرستاني کډوالو» په اړه انديښنې شته، له سویل څخه یې د پاکستان له پولو لېرې کوي.

د طالبانو د منتقدينو په اند «وزيرستاني کډوال» هماغه پاکستانيان دي چې د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای کېږي. د طالبانو دې اقدام پراخې نيوکې راپارولې دي.

د پاکستان استازي هم ويلي، چې د طالبانو حکومت په دې وروستيو کې له پولو د بهر تروريزم په اړه د پاکستان او د چين په شمول د ګاونډيو هيوادونو د اندېښنو په ځواب کې ځينې اقدامات کړي، خو د ده په وينا چې د دې اقداماتو د پايلو په اړه به څه ويل وختي وي.

دراني له سرحدي سویلي ولايتونو څخه نورو سيمو ته د «وزيرستاني کډوالو» د لېږد په اړه ويلي چې «دا يوه جدي موضوع ده. خو د تحريک طالبان پاکستان د شنډولو لپاره اقدامات شوي دي. موږ بايد درک کړو چې دا کار وخت اخلي، خو دا بهير پېل شوی دی.»

ده زياته کړې، چې د طالبانو اقدامات په لومړنيو پړاوونو کې دي او بايد پايلو ته يې منتظر شو.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د خپلو څرګندونو په يوه برخه کې ويلي، چې د تحريک طالبان پاکستان، د شرقي ترکستان اسلامي خوځښت او نوري ډلې په افغانستان کې شته دي او دا د اندېښنې خبره ده.

ده زياته کړې، چې «هم پاکستان او هم چين هيله‌من دي چې د افغانستان حکومت به عملي اقدامات کوي».

دراني د القاعدې او د دې شبکې په ځپلو کې د طالبانو د همکارۍ په اړه د امريکا د ولسمشر جوبايډن څرګندونو ته په اشارې سره ويلي، چې «لکه څرنګه چې ولسمشر بايډن د تروريزم ضد اقداماتو د اخيستلو په لړ کې د افغانستان د طالبانو او امريکايي چارواکو همکارۍ ته اشاره کړې، موږ هم همداسې تمه لرو او دا بهير پېل شوی دی. هېله لرو چې په نږدې راتلونکي کې به مثبتې پايلې ولرو.»

دراني له طالبانو سره د خبرو او نړيوال تعامل پر دوام ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د مثبتو بهيرونو د پياوړي کولو او په افغانستان کې ننګونو ته د رسيدګۍ يوازينۍ لار همدا ده.

ده ويلي: «طالبان چې اوس په کابل کې واکمن دي، له دوی لېرېوالی يا هم ورسره نه تعامل ګټه نه کوي. دا درک شته دی، له همدې وجې د متحده ايالاتو ولسمشر او نورو د طالبانو ځينې اقدامات لکه د نشه یي توکو د له منځه وړلو ستاينه کړې.»

دراني زياته کړې، چې هېله ده نور ټول پاتې مسايل لکه د ټول ګډونه حکومت جوړول، د نجونو تحصيل يا هم د ښځو کار به په دوستانه توګه حل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه