طالبانو پکتیکا کې پر ۲۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي چرس له منځه یوړل

اطلاعات روز: پکتیکا ولایت کې د طالبانو له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن (یکشنبه، ۱۸ د چنګاښ) یې د دغه ولایت په ډیله ولسوالۍ کې په شاخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي د چرسو بوټي له منځه وړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام د نشه يي موادو پر وړاندې د مبارزې مدریت له لوري د یو کمپاین پر مهال ترسره شوی او د ډیله ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې د خلکو له خوا کرل شوي چرس له منځه وړل شوي دي.

د نشه يي موادو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې مدیر حمیدګل وايي، د ډیله سربېره یې د ولسوالیو له امنیتي مسوولینو سره په ګډه هڅې پېل کړي، چې پاتې سیمې هم له نشه يي بوټو پاکې او چاته یې د کر اجازه ور نه کړي.

خو بل لورته بیا د پکتیکا ولایت بزګران د نشه يي بوټو کر د خپلو اقتصادي ستونزو د هواري لپاره لویه اړتیا بولي او وايي، که یې بدیل کې ورته نور حاصل خېزه تخمونه ورکړل شي نو نه غواړي چې د نشه يي بوټو کرکیلې ته دوام ورکړي.

دوی په دې برخه کې اړونده ادارې په بېغورۍ او توپیري چلند تورنوي او وايي، د موسېساتو له خوا ډېر کله د تخمونو، کیمیاوي سرې او نورو وسایلو برخه کې شوې مرستې تر دوی نه رسیږي او د اړیکو پر اساس هغو خلکو ته ورکول کیږي چې هیڅ کرکیله هم نه لري.

له دې وړاندې هم په پکتیکا کې د عملیاتو پر مهال په بېلابېلو سیمو کې پراخه ځمکې له نشه يي بوټو پاکې شوي، خو که یې د بدیل لپاره هڅې و نه شي نو د چرسو او نورو نشه يي بوټو د کر مخنیوی ستونزمن دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته