انځور: استول شوی

هلمند کې انسان تښتوونکو دوه ماشومان تر تښتونې وروسته وژلي دي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي، چې هغه انسان تښتوونکي یې نیولي چې دوه ماشومان یې تر تښتونې وروسته وژلي وو.

د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال محمد قاسم رياض وايي، چې دغه انسان تښتوونکي یې تېره شپه (یکشنبه، ۱۸ د چنګاښ) د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې انسان تښتوونکو د ګرشک ولسوالۍ څخه د ۱۰ او ۱۲ کلونو په شاوخوا کې دوه ماشومان تښتولي وو او بیا یې د کورنیو څخه یې د پیسو غوښتنه کړې وه چې د نه ورکړې له امله یې ماشومان وژلي او یوې څاه ته یې اچولي وو.

ریاض وایي، چې دوی د يو لړ عملياتو پرمهال ياد کسان نيولي او دامهال ترې څيړنې روانې دي.

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د خلکو اقتصادي وضعيت خراب شوی چې له امله يې یو شمیر کسانو دا ډول کړنو ته لاس اچولی دی.