اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ولايتي چارواکي وایي، چې دوی غواړي په دې ولايت کې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې ۱۰۰۰ کسه دیني عالمان په مدرسو کې د ښوونکو په توګه په دندو وګماري.
د دې ولايت لپاره د طالبانو والي علي جان احمد تېره ورځ (دوشنبه، ۱۹ د چنګاښ) ناوخته دغلته يوې ولسي غونډې ته په خبرو کې وويل، چې د دغه ديني عالمانو په ګمارنې سره به ارزګان کې ديني زده کړو ته لاسرسی پراخ شي.
خو په دې جوړه شوې غونډه کې ولسي خلکو د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه چې د دوی ماشومانو ته دې د دیني زده کړو ترڅنګ د عصري زده کړو زمینه هم برابره کړي.
دوی وویل، چې نه یوازې د زده کړو برخه کې د ستونزو سره مخ دي بلکې سړکونه یې ویجاړ، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او د وچکالۍ له امله ان په ځینو سیمو کې د څښاک اوبو ته هم لاسرسی نه لري.
ارزګانیانو غوښتنه وکړه چې د دوی یادو ستونزو ته دې رسیدګي وشي.
د ارزګان لپاره د طالبانو والي بیا په خپلو څرګندونو زیاته کړه چې دوی د خلکو ستونزې تر خپل مشرتابه پورې رسولي او په حل لارو یې کار روان دی.
پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنیدو سره دغې ډلې ټول پام دیني او جهادي مدرسو ته اړولی او تر اوسه یې د عصري زده کړو د پرمختګ برخه کې کوم د پام وړ ګام نه دی پورته کړی.