اوچا: مالي تشه له افغانستان سره بشري مرستې ګواښي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې مالي تشې له افغانستان سره بشري مرستې ګواښي.

دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۲۱ د چنګاښ) د یوه راپور په خپرولو سره ويلي، چې له افغانستان سره د مرستې کولو لپاره ۴.۹ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده، خو د روان ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې يې تر جون مياشتې يوازې نهه سلنه مرسته تر لاسه کړې ده.

اوچا په خپل راپور کې ويلي، چې له دې سره – سره د روان ميلادي کال په لومړنيو پنځو مياشتو کې ۹۰ سلنه مصرف شوې بودیجه چې شاوخوا ۸۶۰ ميليونه ډالره کېږي، د ۲۰۲۲ کال له بودیجې څخه انتقال شوې ده.

دې بنسټ ويلي، چې په عملياتي چاپېريال کې د بدلون له وجې مرستندويو بنسټونو يوه نوې طرح خپره کړې چې په هغې کې د روان کال د جون او ډسمبر مياشتو تر منځ د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو لپاره د ۲.۲۶ ميليارده ډالرو غوښتنه شوې ده، خو له دې سره – سره يوازې ۱۶ سلنه بودیجه ورسره پاتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر زیاته کړې، چې پر وخت مالي ملاتړ له مرستندويو ادارو سره مرسته کوي چې پر پولو ځنډ او په بازار کې اختلالونو ته په پام سره مرستې پر وخت اړمنو ته ورسوي.

دې بنسټ زياته کړې، چې د مرستندويو بنسټونو همغږي کوونکي ټيمونه د مهمو مالي تشو شننه او تحليل کوي چې د جولای مياشتې په وروستيو کې به يې راپور خپور شي.

له اتو ميليون وګړو سره د خوراکي مرستې بندېدل

د اوچا د راپور پر اساس، د خوړو نړيوال پروګرام د بودیجې د کمښت له وجې له هغو اتو ميليونو وګړو سره خوراکي مرسته په بشپړ ډول بنده کړې چې له خوراکي ناامنۍ کړېږي.

دې بنسټ زياته کړې، چې له دې سره – سره به ۱.۴ ميليونه ميندې، نوي زېږېدلي ماشومان او هغه ماشومان چې مکتب ته د تلو په عمر دي، هغه خوراکونه تر لاسه نه کړي چې د خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره ورکول کېږي.

اوچا ويلي، چې تر جولای مياشتې وروسته به په افغانستان کې يوازې پنځه ميليونه وګړي بېړنۍ خوراکي مرستې تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې ۱۵ ميليونه نور وګړي چې د خوراکي ناامنۍ له بېلابېلو کچو سره مخ دي، نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خوراک له کومه ځايه لاسته راوړي.

د دې بنسټ په راپور کې راغلي، چې که د خوراک نړيوال پروګرام نوې بودیجه تر لاسه نه کړي، نو تر اکتوبر مياشتې پورې بېړنۍ خوراکي مرستې صفر ته رسېږي.

دې بنسټ ويلي، چې د تغذيې په برخه کې فعالو بنسټونو ورته راپور ورکړی، چې د بودیجې د کمښت له وجې يې په نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولايتونو کې د ۲۵ سيارو ټيمونو فعاليت ځنډولی دی او له کبله يې لومړنيو روغتيايي او خوراکي خدماتو ته د ۱۰۰ زره وګړو لاسرسی پرې شوی دی.

پر ۷.۶ ميليونه وګړو د روغتيايي مرستې قطع کېدل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي، چې که د بودیجې کچه پر همدې اوسني حال پاتې شي، نو ښايي ۷.۶ ميليونه وګړي به نور اړينو روغتيايي خدماتو ته لاسرسی ونه لري.

دې بنسټ زياته کړې، چې د بودیجې د کمښت له وجې ۳۱ زره او ۵۰۰ کورنۍ چې ماشومان يې په حاد خوارځواکۍ اخته دي، له خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره نور نغدي مرسته نه تر لاسه کوي.

د اوچا په راپور کې راغلي، چې د ناکافي بودیجې له امله تقريبا ۲.۶ ميليونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، ۱.۵ ميليونه وګړي له هغو خدماتو محروم دي چې د روغتيايي وضعيت د ښه‌والي په موخه کېږي، همدا راز ۱.۶ ميليونه نور وګړي ضروري غير غذايي مواد نه لري او ۸۴۴ زره افراد په نامناسب روغتيايي وضعيت کې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر په افغانستان کې پر زدکړييزو خدماتو د بودیجې د کمښت اغېز ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي چې ښايي په دې برخه کې دوه زره او ۸۰۰ محلي ټولګي وتړل شي.

اوچا ويلي، چې د دې صنفونو تړل کېدل پر ۸۳ زره ماشومانو اغېز لري او په دې لړ کې ۵۹ سلنه هغه نجونې دي چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته يو کال وروسته يې زده کړو ته لاسرسی موندلی دی.

د اوچا له شمېرو سره سم، اوس مهال په افغانستان کې ۲۸.۸ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري او که نړيواله ټولنه او ډونران د اړتيا وړ بودیجه برابره نه کړي، نو د دې وګړو اکثريت به يې مرستو ته لاسرسی ونه لري.