ملاله ننگرهارۍ (مستعار) د ننګرهار د يو خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي هغه محصله ده چې د پوهنتون فراغت يې په زړه يو ارمان پاتې شو او دا هېله يې د طالبانو د تبعيضي چلند قرباني شوه.
۲۴ کلنه ملالۍ وايي، پوهنتون يې د جمهوريت پر مهال هغه وخت پېل کړ چې د کانکور له لارې د ننګرهار دولتي پوهنتون د شريعياتو پوهنځي ته بريالۍ شوې وه. خو دا چې حقوق او سياسي علوم یې خوښېدل او پلار یې هم هېله لرله چې راتلونکي کې يوه بريالۍ سياستواله شي نو په همدې اساس یې د خپلې خوښې رشتې لپاره د دولتي پوهنتون پر ځای خصوصي پوهنتون کې لوړې زده کړې غوره کړې.
آغلې ننگرهارۍ درې کاله د جمهوريت پر مهال د خپلې خوښې رشته کې زده کړو ته دوام ورکړ او د پوهنتون په څلورم کال چې طالبانو بیا ځل واک ته ورسیدل، د دې لپاره نه يوازې د هېواد نظام بدل شو بلکې د پوهنتون چاپېريال يې هم د پخوا په څېر پاتې نه شو.
ملالۍ وايي، ما ته يې هېڅ فرق نه کاوه چې زه د هلکانو سره ټولګيواله وم بلکې ما سره د خپلو ټولو ټولګیوالو چلند خورا صمیمانه او لکه د ورونو وو او د درس اړوند په ډېرو مواردو کې يې راسره همکاري کوله. ښوونکي مې هم ډېر با استعداده، مهربانه او باحوصله وو. که څه هم ما په ټولګي کې د نورو په پرتله د درس اړوند زياتې پوښتنې کولې خو ښوونکو راته په ډېره سړه سينه او مهربانۍ پوښتنې ځوابولې.
افغانستان ته د طالبانو له راتګ او د حکومت له پېل سره سم يې د لوړو زده کړو وزرات ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې د نجونو او هلکانو ټولګي دې جلا کړي.
په لومړيو کې د طالبانو دا پرېکړه د خلکو لپاره هسې يوه ټوکه ښکارېده خو طالبان په خپلو پرېکړو او عملي کولو کې يې ډېر جدي وو.
د محصلې ملالۍ لپاره هم دا پرېکړه دومره ګټوره نه وه. هغه وايي د طالبانو په حکومت کې پوهنتونونو کې د يو لړ محدوديتونو لګېدو سره سم له دې سره د خپلو ټولګيوالو چلند هم ډېر بدل شو.
نوموړې په دې اړه وايي، کله چې طالبانو له نارينه ټولګيوالو د دې د جلا کېدو امر وکړ له همغه وخته مې له ټولګيوالو سره اړيکه او د درس اړوند تبادلې ختمې شوې ځکه په خبره یې چې ترمنځ یې يو لرګين دېوال وو او نه یې شو کولی چې د درس اړوند ستونزې یو له بل سره شریکې کړي.
د طالبانو له دغه بنديز سره سم له ملالې سره نه يوازې د ټولګيوالو چلند بدل شو بلکې ځينو ښوونکو يې هم له نوموړې سره د پخوا په څېر چلند نه کاوه.
ملالۍ په دې اړه وايي: «که څه هم ښوونکي مې ډېر مهربانه او باحوصله وو خو بيا هم ځينې يې خورا غوسه ناک او جدي وو او په اوس وخت کې يې ان د پوښتنې کولو وخت هم نه راکاوه ځکه دوی په دې باور وو چې زما غږ بايد پورته نه شي، له ما يې غوښتل ډېری پوښتنې ونه کړم او ورسره په ټيټ غږ خبرې وکړم حالانکه زما غږ طبيعي لوړ او تېز دی. ځينې ښوونکي مې په دې ډول ډېر محافظه کاره شوي وو، کوښښ يې کاوه ځان وساتي، څو کومه خبره پرې ونه شي يا خپله دنده له لاسه ور نه کړي.»
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزير د تېر ۲۰۲۲ کال ډسمبر په وروستۍ لسيزه کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو امر وکړ او ښځينه محصلينې يې تر امر ثاني پورې په کورونو کینولې.
ملالۍ موږ ته د خپل پوهنتون د تړل کیدو په اړه خپل احساس داسې بيان کړ: «زه د پوهنتون د څلورم کال وروستي سمسټر کې وم او فراغت ته مې يوازې ۱۵ ورځې پاتې وې. کله چې د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، د وروستي ځل لپاره زموږ پوهنتون د يوې لويې غونډې په جوړولو موږ ټول وغوښتو څو راته ووايي نور مه راځئ! په هغه ورځ مې په ډېره سختۍ وکولی شول پوهنتون ته ورشم.»
ملالۍ وايي، کله چې پوهنتون ته لاړم، ټولو نجونو ژړل ما هم هېڅ نه شوای کولی ځان کنټرول کړم او ډېر سخت مې ژړل. که هر څومره چې ملګرو او کورنۍ ډاډ راکاوه نه مې شول کولی ارامه شم. د پوهنتون ادارې هم موږ ټولو نجونو ته په قناعت راکولو کې ډېر کوښښ کاوه خو هېڅ ګټه يې نه لرله ځکه موږ پوهېدو چې راتلونکی مو تياره دی او طالبان نور د زده کړو اجازه نه راکوي.
طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو له بنديز وروسته په غير دولتي موسېساتو کې د ښځو پر کار هم تر امر ثاني بنديز ولګاوه.
د نورو افغان ښځو په څېر ملالۍ هم د طالبانو د دغه پرېکړې قرباني شوه.
آغلې ننگرهارۍ د طالبانو له خوا له بنديزونو وړاندې د افغان ښځو اړوند رسنۍ او يوې نړيوالې ادارې سره د خونديتوب په برخه کې هم کار کاوه خو د طالبانو د وروستۍ پرېکړې له امله اوس په کور ناسته ده.
ملالی چې اوس مهال د خپل مور، پلار، وروڼو او خويندو سره په يو کور کې اوسيږي وايي، د کله نه چې د برحاله حکومت له بنديزونو سره مخ شوې، کار يې درېدلی، د ګټې وټې لاره يې بنده شوې او د کورنۍ اقتصادي وضعيت يې مخ پر ځوړ روان دی او ممکن له دې هم خراب شي.
که څه هم د طالبانو حکومت په هېواد کې د سرتاسري امنيت ادعا کوي خو بيا هم د نورو ښځينه وو په څېر ملالۍ هم د خپل امنيت له اړخه ډاډه نه ده او وايي، چې په جمهوریت کې د نا امنیو سره سره هم د کورنۍ له ممناعت سره مخ نه وه خو کله چې نظام بدل شوی کورنۍ هم پرې محدوديتونه لګولي او نه شي کولی چې د پخوا په څېر فعاليتونه وکړي. ان په خواله رسنيو کې هم د خپل نظر بيانولو ته اجازه نه ورکول کېږي.
ملالۍ زیاتوي، هېله یې لرله راتلونکي کې د يوې مشهورې سياسی خپرونې ويانده، سیاسي فعاله او ډیپلوماته شي او دې هېلې پوره کیدو ته یې پلار ډیره هڅوله او تل یې ملاتړ ترې کاوه.
د ملالۍ ټولګیوال چې څو اونۍ وړاندې له پوهنټون فارغ شول مګر نوموړې لاهم د پوهنتون پرانیستل کیدو او خپل فراغت ته په تمه ده.
ملالی چې د طالبانو له خوا يې د پوهنتون فراغت د تبعیضي چلند قرباني شو په ژړغونې غږ وويل: «کله مې چې د نارينه ټولکيوالو ازموينې د ۱۵ ورځو په دوام پېل شوې، زما لپاره ډېره سخته وه او ۱۵ ورځې چې ازموينې روانې وې ما هره ورځ ژړل. له ازموينو وروسته کله چې زموږ د پوهنتون له فېسبوک پاڼې زما د ټولکيوالو د فراغت عکسونه خپاره شول او ما وليدل. ډېر درد يې راکړ او داسې الفاظ نه لرم چې زما د هغه وخت احساسات پرې بيان کړم.»
د نورو نجونو په څېر ملالۍ هم په دې باور ده چې امکان نه لري طالبان دې بیرته پوهنتونونه پرانیزي او له خپلې پرېکړې دې واوړي. وايي، خپلې ټولې هيلې یې له لاسه ورکړي او فکر نه کوي له پوهنتون دې فارغه شي.