انځور: ارشیف

د امريکا ځانګړی استازی: د افغانستان ښځې او نجونې زده کړو ته د بشپړ لاسرسي مستحقې دي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د «ملالې د ورځې» په مناسبت د نجونو د زدکړې د حق يادونه کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان ښځې او نجونې زده کړو ته د بشپړ لاسرسي مستحقې دي.

ملګرو ملتونو د جولای ۱۲مه د پاکستان د بشري حقونو د فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د زوکړې ورځ د «ملالې ورځ» نومولې ده.

ملاله چې د ۲۰۱۲ کال پر مهال ۱۵ کلنه وه او د پاکستان په خيبرپښتونخوا کې يې د پاکستاني طالبانو تر واکمنۍ لاندې د نجونو د زده کړې حق غوښتنه کوله، د وسله وال بريد ښکار شوه او سخته ژوبل شوه. دې بريد نړيوال غبرګونونه له ځان سره درلودل.

د امريکا ځانګړي استازي د ملالې د زوکړې د ورځې په مناسبت په يوه ټويټ کې ليکلي: «د ملالې په ورځ د زدکړې د حقونو لپاره د حق غوښتنې يادونه کوم. افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکې يوه لويه پانګه ده او د خپلو وړتياوو د موندنې لپاره زده کړو ته د بشپړ لاسرسي مستحقې دي.»

پر هيواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له زده کړې او تحصيل څخه بې برخې دي.

که څه هم په نړيواله توګه د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو بنديز غندل شوی او په تړاو يې منفي غبرګونونه ښودل شوي دي، خو لا هم دا ډله له خپل دريځه نه ده پر شا شوې.