ارزګان کې د طالبانو والي: نړيوالو د بشرې مرستو په نوم له افغانانو «سوالګر» جوړ کړي

اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې د طالبانو والي علي جان احمد وایي، چې نړيوالو د بشري مرستو په نوم له افغانانو «سوالګر» جوړ کړي دي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ (شنبه، ۲۴ د چنګاښ) ارزګان کې د نړیوالو او داخلي موسېساتو له استازو سره یوې ناسته کې کړې دي.

هغه ادعا کړې، چې نړيوالو يو بین المللي او نړيواله «بد اخلاقي» د افغانانو په منځ کې رواج کړې او زیاتوي چې اوسنۍ بشري مرستې د افغانانو سره خواخوږي نه بلکې د افغانانو د ځپلو لپاره يوه دسیسه ده.

د طالبانو د والي په خبره، تېرو شلو کلونو کې د نړیوالو مرستې د دې لامل شوې چې خلک کار ته شا او د موسېساتو په تمه پاتې شي.

هغه همدا راز له موسېساتو غوښتنه وکړه چې د تېر حکومت نظامیان او هغه دولتي کارکوونکي چې د فساد له امله دوی له دندو ګوښه کړي موسېساتو کې دې ځای نه ورکوي.

علي جان احمد له موسېساتو غوښتنه وکړه چې مرستې دې یوازې د ښار په خلکو نه ویشي بلکې لېرې پرتو سیمو ته دې هم پاملرنه وکړي ځکه په خبره یې چې هغوی له هر ډول خدماتو بې برخې پاتې دي.

د طالبانو ياد مسوول وويل، چې په موسېساتو کې د فساد په اړه دوی ته ځينې خبرونه رسيدلي او په خبره يې که شواهد یې وموندل حساب به ورسره وکړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه