MFAIran

عبداللهيان: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د خوځښتونو منفي اغېزې به سيمې او نړۍ ته پراخې شي

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان ويلي، چې که نړيواله ټولنه د افغانستان امنيتي ستونزو ته چې د تروريستي ډلو له خوځښتونو را پيدا کېږي «جدي پاملرنه ونه کړي، نو منفي اغېزې به يې سيمې او نړۍ ته پراخې شي».

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي، چې عبداللهيان دا څرګندونې پرون (يکشنبه، ۲۵ د چنګاښ) د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې کړې دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړول او له تروريزم سره مبارزه مهم ګڼلي او د افغانستان امنيتي ننګونو ته د رسيدګۍ په موخه يې د ګاونډيانو په چوکاټ کې پر سيمه‌ييزو نوښتونو ټينګار کړی دی.

ده زياته کړې: «افغانستان بېړنيو حل لارو ته اړتيا لري او که نړيواله ټولنه په دې هيواد کې د تروريستي ډلو له خوځښتونو څخه را پيدا کېدونکو امنيتي ننګونو ته پاملرنه ونه کړي، نو اغېزې به يې تر نړۍ او سيمې پورې پراخې شي.»

عبداللهيان په اوسنيو شرايطو کې د سينيرلي اوغلو ماموريت «دروند او ستونزمن» ګڼلی او هېله يې ښودلې چې د افغانستان واقعيتونه به په دقيقه توګه ارزيابي او دا ماموريت به په برياليتوب سره بشپړ کړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې سينيرلي اوغلو هم د بېلابېلو سياسي او امنيتي اړخونو په تړاو د افغانستان د بدلونونو او حالاتو په اړه خپل نظر شريک کړی او په افغانستان کې یې د يوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو په موخه د ملګرو ملتونو پر اراده ټينګار کړی او د ګاونډيانو په چوکاټ کې يې د سیمه‌ييزو نوښتونو ملاتړ کړی دی.

تر دې وړاندې هم ايراني چارواکو او نورو هيوادونو په ځلونو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټيڼګار کړی دی؛ خو طالبان وايي چې دولت يې ټول ګډونه دی. دا ډله همدا راز د دولت جوړښت د افغانستان داخلي موضوع ګڼي.

اوس مهال د طالبانو د کابينې غړي له يوې مخې د دې ډلې غړي او تر ډېره حده پښتانه دي.

د دوو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه هيڅ هيواد د طالبانو دولت په رسمي توګه په رسميت نه دی پېژندلی. ځينې هيوادونه د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره دا شرط وړاندې کوي چې د افغانستان د ټولو قومونو د استازو په ګډون بايد يو ټول ګډونه حکومت جوړ شي.