اطلاعات روز: د پاکستان د پوځ لوړپوړو چارواکو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د نشتون په اړه د طالبانو ادعاوې رد کړي او ويلي يې دي چې دا ډله نه يوازې د پولې هغه غاړه پناه ځايونه لري، بلکې نويو وسلو ته هم لاسرسی لري.
د ايکسپريس ټريبيون رسنۍ د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ لوړپوړو چارواکو پرون دوشنبه (۲۶ د چنګاښ) د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير په مشرۍ د پاکستان د امنيتي وضعيت په اړه غونډه کړې ده.
د پاکستان د پوځ په اعلاميه کې چې د دې غونډې په اړه خپره شوې، راغلي: «په يوه ګاونډي هيواد کې د تحريک طالبان پاکستان او دې ته ورته نورو ډلو د تروريستانو پناه ځايونه او ازاد تګ-راتګ او همدا راز نويو وسلو ته د تروريستانو لاسرسی د پاکستان پر امنيت د اصلي اغېز لرونکو دلايلو په توګه ياد شول.»
دا اعلاميه تر دې يوه ورځ وروسته خپرېږي چې د افغانستان د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعاليت په اړه د پاکستان ادعاوې رد کړې.
مجاهد همدا راز ويلي، چې د دوحې توافق د افغانستان او امريکا تر منځ و او پاکستان يې برخه نه دی.
ايکسپريس ټريبيون ليکلي، چې د تحريک طالبان پاکستان له شتون څخه د طالبانو انکار حيرانوونکی دی، ځکه چې د دې ډلې دولت وړاندې په کابل کې د پاکستاني چارواکو او د تحريک طالبان پاکستان د مشرانو تر منځ د خبرو کوربتوب کړی دی.
دې رسنۍ ليکلي، چې په پاکستان کې د تروريستي بريدونو زياتوالي د دې هيواد ملکي او نظامي رهبري متوجې کړې چې د کابل پر وړاندې خپل دريځ سخت کړي.
تر دوو کلو په کمه موده کې د پاکستاني طالبانو فعاليت د اسلام اباد او کابل تر منځ د لانجې محور ګرځیدلی.
په وروستيو مياشتو کې طالبانو اعلان وکړ چې وزيرستاني کډوال چې ادعا کېږي د پاکستاني طالبانو غړي پکې دي، د پاکستان له پولو لېرې کوي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني هم په وروستيو ورځو کې دې موضوع ته په اشارې ويلي، چې د ټي ټي پي د خنثا کولو لپاره د طالبانو له لوري اقدامات شوی او که دا کار په رښتيا هم وشي او د دواړو هيوادو تر منځ پر پوله سوله راولي، نو پاکستان يې هرکلی کوي.