اوچا: افغانستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې د جنسيت پر اساس تاوتريخوالی ۲۵ سلنه زيات شوی دی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د وروستيو شپږو مياشتو پر مهال په افغانستان کې د هغو مرستو د کولو اړتيا ۲۵ سلنه زياته شوې چې د جنسيتي تاوتريخوالي پر اساس کېږي.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۲۷ د چنګاښ) د يوه ټويټ په خپرولو سره ويلي، چې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر او د ۲۰۲۳ کال د می مياشتو تر منځ د هغو افرادو شمېر چې دې خدماتو ته اړتيا لري، له ۱۰.۱ ميليون نفرو څخه ۱۳.۱ میليون نفرو ته رسېدلی دی.

اوچا ويلي، چې په ژوند او ټولنه کې د ښځو پر ګډون لګول شويو بنديزونو او محدوديتونو په افغانستان کې د خونديتوب بحران نور هم زيات کړی دی.

واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته دغې ډلې افغانستان  کې د ښځو پر حقونو او په ټولنه کې يې پر حضور پراخ بنديزونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، چې دا بنديزونه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو لامل شوي دي.