اطلاعات روز: ننګرهار کې سلمانیان شکایت کوي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې نه یوازې کاروبار خراب شوی، بلکې په دې وروستیو کې پرې ځینې محدودیتونو هم لګیدلې دي.
فقرالله چې د جلال اباد ښار په یوه څنډه کې سلماني لري وایي، وروسته له هغې چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له لوري د ږیرې په خریلو او په بېلابېلو سټایلونو د ویښتانو پر جوړولو بندیز لګیدلی کاروبار یې په ټپه دریدلی دی.
د نوموړي په خبره کار روزګار یې آن دومره خراب شوی چې له امله یې نشي کولای د دوکان لګښتونو هم پوره کړي.
نوموړی زیاتوي هر سلمان ته د طالبانو د امربالمعروف کارکوونکو له لوري ځانګړی «اخطار» خط ورکړل شوی او ترې غوښتل شوي که هر څوک یې له پریکړې سرغړونه وکړي نو دوکان یې تړل کیږي او قانوني سزا به هم ورکړل شي.
په دغه اخطار خط کې ویل شوي له ټولو سلمانیانو غواړو چې ږیرې په ډیزاین، ځانګړي ډول یا بله بڼه جوړې نه کړي، ځکه سټایلي ږیرې د اسلامي اصولو خلاف عمل دی.
له سلمانیانو غوښتل شوي چې ږیره ساده جوړه کړي، له ډیزاین ډډه وکړي او که داسې یې وکړل نو له سختې ناغې سره به مخ شي.
نه یوازې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار بلکې په لېرې پرتو ولسوالیو کې هم د سلمانیانو ته ورته اخطار ورکړل شوې او په جدي ډول ترې غوښتل شوي چې چاته سټایلي ویښتان او ږیره ونه خریوي.
همایون په چپرهار ولسوالۍ کې یوه سلماني لري وایي، د کاروبار خونده یې نشته چې لامل یې د طالبانو له لوري د ږیرې پر خریول او سټایلي ویښتانو په برخه کې بندیزونه او محدودیتونه یادوي.
د نوموړي په خبره زیاتره مشتریان ترې د ږیرې خریولو او سټایلي ویښتانو د جوړیدو غوښتنه کوي خو دوی د طالبانو له ویرې د خپلو مشتریانو غوښتنې ته نه وایي.
د نوموړي په خبره د همدې محدودیتونو له امله یې زیات مشتریان له لاسه ورکړي او له ځینو سره یې ډیر کله سلمانیان د ږیرې خریولو او سټایلي ویښتانو د جوړولو په برخه کې هم پر جنجال وي.
بلخوا عام خلک او په ځانګړي ډول ځوان هم د دغه رياست ځينو محدوديتونو اندیښمن کړي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې له خلکو سره خپل چلند نرم کړي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکی عتیق الله وایي، یو کال پوره کیږي چې په خپله خوښه یې ږیره او ویښتان په سلمانۍ کې نه دي جوړ کړي.
هغه پر طالب چارواکو نیوکه کوي او وایي، طالبان دې د دا ډول بندیزو پر ځای خلکو ته کاري زمینې برابرې او د ولس په منځ کې دې ځای پیدا کړي.
نوموړی زیاتوي ځینې محدودیتونونه په لوی لاس د طالبانو د شته حکومت پر وړاندې د ولس او ځانګړي ډول د ځوانانو نفرت پیدا کولو ته لاره برابرول بولي.
د ننګرهار یو بل اوسیدونکی ساجد وایي، د جلال اباد ښار لسو سلمانیانو ته ورغلي او ټولو ورته د طالبانو له ویرې د سټايلي ږیرې له جوړولو انکار کړی دی.
هغه وایي، اوس ډیر کله د سلمانۍ پر ځای کور کې ویښتان او ږیره جوړوي ځکه په ښار کې پرې بندیزونه لا په زیاتیدو دي.
مونږ هڅه وکړه ننګرهار د طالبانو د امربالمعروف ریاست د مسوولینو سره یاده موضوع شریکه کړو، خو هغوی زمونږ تیلیفوني اړیکه په څو ځلي پرې کړه او په دې اړه یې ځواب رانه کړ.
خو له دې وړاندې د طالبانو لوړپوړو چارواکو ویلي وو، چې سټایلي ږیرې جوړول په ږیره ملنډې وهل دي او ګناه لري.
