اطلاعات روز: يو شمېر سينګارګرو ښځو د دوی پر کار د طالبانو د بنديز له کبله په کابل ښار کې لاريون وکړ.
کومه ويډيو چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته لېږل شوې، پکې ليدل کېږي چې طالبان د دې لاريون مخه نيسي او هوايي ډزې کوي.
يو غږيز کليپ چې خبريالانو ته رسېدلی، يوه معترضه پکې وايي چې طالبان له اوښکې بهوونکي ګاز څخه هم کار اخلي.
د دې په وينا، طالبانو يو شمېر لاريونوالې نيولې هم دي. دا معترضه وايي چې طالبان «کوڅه په کوڅه» په معترضو ښځو پسې ګرځي.
له معترضو ښځو سره د طالبانو د نور تاوتريخوالي په اړه تر اوسه معلومات نشته.
سينګارګرې ښځې نن (چهارشنبه، ۲۸ د چنګاښ) تر غرمې وړاندې د «ډوډۍ، کار او عدالت» په شعار ورکولو سره د پلازمينې په شهرنو سيمه کې راټولې شوې وې.
طالبانو د ښځينه سينګارتونونو پر فعاليت بنديز لګولی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې بنديز په اړه په خپلو دلايلو کې ويلي، چې د ښځينه سينګارتونو لګښت يو اسراف و او همدا راز ښځو ته د ویښتانو لګول او د ورېزو کښل له شريعت سره په ټکر کې دي.