د پکتیکا درې ولسوالیو کې نږدې ۱۴۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې جوړیږي

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې دریو ولسوالیو ته د پاکو اوبو رسولو شبکې جوړیږي.

د دغو شبکو عملي کار نن (پنج شنبه، ۲۹ د چنګاښ) پېل شو.

د مسوولینو په خبره چې دا شبکې به د پکتیکا ولایت په اومنه، سروضه او ارګون ولسوالیو کې جوړې شي، چې پر مهال به یې ۱۳۸۵ کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

دا مهال د پکتیکا په ګڼو لېرې پرتو ولسوالیو کې خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د خوړونو له ناپاکو اوبو استفاده کوي، چې بار، بار یې له دې وړاندې ګڼو خلکو له بېلابېلو ساري نارغیو هم شکایتونه کړي دي.

ورته مهال د پکتیکا ولایت په نګه ولسوالۍ کې د شاوخوا یو لکو، ۵۷ زرو او ۵۰۰  امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵ رغنیزې پروژې پیل شوې، د دغه ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، چې یادې پروژې د ناروې کمېټې په مالي لګښت پلې کیږي چې کوچني د اوبو ذخیروي بندونه، استنادي دیوالونه تحکیم کاري او ځینې نورې چارې پکې شاملې دي.

دوی زیاته کړې چې په یادو پروژو کې به ۱۵۰۰ بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمنیه هم برابره شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه