© Shutterstock

سيګار: افغانستان کې د امريکا او اروپايي ټولنې لومړيتوبونه متفاوت دي

اطلاعات روز: د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د امريکا د پلټنې اداره (سيګار) وايي، چې په افغانستان کې د متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې لومړيتوبونه بېل دي.

دې بنسټ نن (پنج شنبه، ۲۹ د چنګاښ) پرلپسې ټويټونو کې لیکلي، چې په افغانستان کې د اروپايي هيوادونو د تګلارې ارزونه ښيي چې د خلکو لپاره د امنيتي موخو او قانون د حاکميت د را منځته کېدو غوښتنه کوي.

سيګار زياته کړې، چې متحده ايالات د دې بر خلاف له تروريزم سره مبارزې ته لومړيتوب ورکوي.

دې بنسټ ويلي، چې د اروپايي هيوادونو لومړيتوب او د تروريزم د را منځته کېدو پر ريښو او په افغانستان کې د قانون د حاکميت پر تأمين د دې هيوادو تمرکز، د دوی او امريکا تر منځ اختلافات را پيدا کړي دي.

د ټويټونو دا لړۍ د چارلز ګراسلي په نوم د امريکايي سناتور پوښتنو ته د سيګار د ځوابونو يوه لنډه برخه ده چې د روان ميلادي کال د جون پر ۱۵مه د سيګار پر ويبپاڼه خپره شوې ده.

دې امريکايي سناتور د روان ميلادي کال د می مياشتې پر اتمه نېټه د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې پلټونکي دفتر ته يو ليک ولېږه او د افغانستان په اړه يې پوښتنې وکړې.

پر افغانستان د طالبانو تر بيا واکمنېدو او د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته امريکا او اروپايي ټولنه په دې هيواد کې له بشري کړکېچ سره د مبارزې په موخه تر ټولو ستر مرسته کوونکي دي.

دا لومړی ځل دی چې سيګار د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او امريکا د لومړيتوبونو تر منځ د اختلافاتو په تړاو راپور ورکوي.