هلمند کې هغه میرمنې چې په تېر کې یې د لاسي صنایعو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې کار کاوه وایي، چې د طالبانو راتګ سره یې کاروبار خراب شوی او اوس له سختو اقتصادي ستونزو کړیږي.
د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د زرلښتې په نوم يوه ميرمن چې له تيرې يوې لسيزې راهیسې د لاسي صنایو د جوړولو له لارې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ ګټي وایي، کاروبار یې پېکه شوی او دومره عاید نه لري چې خپله کورنۍ پرې وساتي.
دغه میرمن زیاتوي، چې تېر «جمهوري دولت» کې د لاسي صنایو کاروبار ښه و او دوی کولای شول د جامو، لاسي غاړو او د ماشومانو د خولیو په جوړولو سره خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.
د میرمن زرلښتې په خبره، چې په تېرو وختونو کې به يې خپل لاسي توکي په ښار او بېلابېلو نندارتونونو کې پلورل، خو وایي چې د طالبانو راتګ سره دغې ډلې د ښځینه وو د کاروبار ټول مرکزونه تړلي دي.
نوموړې وویل: «زه دغه پرتوګاښونه او واګي جوړوم پخوا به مې په ننداراتونونو او نورو ځايونو کې پلورل خو اوس يې د پلورلو هيڅ ځای نشته پخوا به مې د مياشتي ۳ يا ۴ زره افغانۍ ترلاسه کولې خو اوس زه نه شم کولای چې د خپلې کورنۍ ساتنه ورباندې وکړم.»
یوه بله میرمن ګل بي بي هم ورته شکایت کوي وایي، چې په خپلو لاسونو یې بېلابېلا توکي جوړ کړي خو زیاتوي چې د پلور لپاره یې نه کوم نندارتون او نه هم بازار شته چې دوی پکې خپل لاسي صنایع وپلوري.
هغې وویل: «زموږ د کار د ودې لپاره باید همکاري وشي ترڅو زه خپل ژوند او د خپل پلار درملنه ورباندې وکړم زما سره پلار ناست دی خاوند مې تللی ايران ته پخوا به موږ د ماشومانو او لويانو کالي جوړول او خپل کورنۍ به مو ورباندې چلوله خو اوس چې جوړ کړو هره ځای چې يوسو څوک يې نه اخلي نندارتون او سوداګريز مارکيټ ته مو طالبان نه پريږدي.»
په مرکز لښکرګاه ښار کې یوه بله صنعت کاره میرمن چې د خپل نوم له یادولو ډډه کوي وایي، چې د طالبانو راتګ او د دغې ډلې له لوري پر ښځو د بندیزونو له کبله یې د لاسي صنایو کاروبار ته شا کړې او اوس یې په خپل کور کې یوه هټې جوړه کړې ده.
هغې وويل: «په خپل کور کې مې دغه دوکان جوړ کړی د کلي ماشومان ميده پیسې راته راوړي دغه دی ته يې وګوره په دغه ميده پیسو کور ساتل کيږي په ۵ سوه افغانۍ کې لس روپۍ ګټه نه وي په نيمو پیسو بیرته دوکان ته شیان راغواړم او په نورو پیسو د خپلې کورنۍ ساتنه کوم که هغه د جامو ګنډولو برخه کې ما کار کولای نغدې د لاس مزدوري راته پاتې کيدله، خو هغه بیا اوس بازار نه لري ژوند مو سخته خراب دی.»
اطلاعات روز د يادو ميرمنو ستونزې هلمند ولايت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولينو سره شريکې کړې.
د دغې خونې ریيس مولوي عبدالولي هاشمي وايي، که د طالبانو حکومت د ميرمنو د لاسي صنايعو د بازار موندنې په برخه کې دوی ته کومه طرحه ورکړي دوی به د دغه ډول ميرمنو ملاتړ وکړي.
هاشمي وویل: «موږ هم غواړو چې د ميرمنو دغه کارونه پرمخ ولاړ شي خو اوس موږ ته هيڅ نه دي ويل شوي کله چې د وزارت او يا د امارت مشران موږ ته په دې اړه څه ووايي، بیا به د هغو مشرانو د خبرو په دوام په دې برخه کې موږ خپلو کارونو ته دوام ورکوو.»
د طالبانو بیا ځل واکمنېدو سره په ټول هیواد کې د دغې ډلې له لوري پر ښځو سخت بندیزونه لګیدلي چې له امله یې نه یوازې په هلمند بلکې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د ښځو کاروبار ټکنی شوی او د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.