د کونړ خلک: طالبان په بازار کې د توکو په نرخونو کنټرول نه لري

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي خلک شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې مخ په لوړېدو دي او طالبان یې د مخنیوي په برخه کې لاس تر زنې ناست دي.

ولسي خلک وايي، د هېواد په نورو ولایتونو کې د توکو په بیو کې د پام وړ ښه والی راغلی، خو نیوکه کوي چې په اسعد اباد ښار کې د هټۍ والو او سوداګرو له لوري د توکو په بیو کې کوم بدلونه نه دی راغلی.

د کونړ د مرکز اوسېدونکی منګل خان د اسعد اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مسوولین تورنوي، چې د توکو د پلور لپاره یې نرخونه نه دي ټاکلي، چې سوداګر او هټۍ وال یې لا زړور کړي او په وینا یې دې چارې ولس له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ کړی دی.

نوموړی وايي، طالبان ولسونه په غوړو ژمنو تېر باسي او د ستونزو د حل په برخه کې یې د عمل کوم څرک نه لیدل کېږي.

منګل خان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د ښاروالۍ نرخنامې په یو دوکان کې نه ښکاري او کوم دوکان کې چې د ښاروالۍ نرخنامه وي هغه صرف د یو چارک شېرینیو نرخ پکې لیکلی وي، بدون د شېرینۍ نه پکې یوه نرخنامه نشته او دا زور ټول ولس نه وځي، مونږ او تاسو نه دا زور وځي، نه د تجار نه وځي او نه د حکومت نه وځي دا زور ټول ولس نه وځي.»

بل لور ته د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې یو شمېر هټۍ وال د ښاریانو نیوکې مني، خو د توکو د بیو د لوړوالي لامل د سوداګرو له لوري د توکو احتکار یادوي.

خانزاده چې په اسعد آباد ښار کې د خوراکي توکو د پلورنې هټۍ لري له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې سوداګر په نړۍ وال مارکېټ کې د توکو د بیو لوړوالي پرمهال چټک مزل کوي، خو د ټيټوالي پرمهال هېڅ ګام نه پورته کوي.

دی زیاتوي: «هر تاجر سره په کانټینرونو کانټینرونو مال وي، که بوره وایې ورسره په زرهاوو بورۍ پرتې دي، که غوړي وايې په زرهاوو بوشکې ورسره پرتې دي، هر څه پراته دي، متاسفانه چې کله بین المللي بازار ښکته کېږي د دوی لس سېنټه بازار نه ښکته کېږي، خو که کله بین المللي بازار جیګ شي او دوی سره لس کانټینره شل کانټینره مال پروت وي دوی دفعتا له بین المللي مارکېټ سره ځان عیار کړي او نرخونه اوچت کړي، د ګټې معیار معلوم نه دی د ګټې اندازه مالومه نه ده، د هر سړي چې څنګه خوښه وه په هغه نرخ یې خرڅوي.»

خانزاده پر طالبانو نیوکه کوي چې په ختیځ کې پر سوداګرو څار نه لري چې له امله یې د توکو نرخونه لوړیږي.

موږ هڅه وکړه، چې د کونړ د ځايي خلکو او هټۍ والو نیوکې په دغه ولایت کې د اسعد اباد ښاروالۍ لپاره له طالب مسوولینو او ځايي سوداګرو سره شریکې کړو، خو هغوی زموږ اړیکې ته ځواب رانکړ.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد د نورو برخو په څېر کونړ کې د سخت اقتصادي وضعیت، بې‌کارۍ او د توکو د لوړو نرخونو له امله یو شمېر کسانو ځان وژنې هم کړي دي.

د کونړ خلک اندېښنه لري، که طالب چارواکي د خوراکي توکو د کنټرول لپاره جدي ګامونه پورته نه کړي، شونې ده چې خلک به له نورو سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه