ننګرهار کې بارانونو او سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

اطلاعات روز: د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې د شدید باران له امله زورور سېلابونه راغلي، چې له امله یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مرستیال ادریس ساپی وایي، چې د یادو سیلابونو له امله چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو زیاتوي چې وړمه شپه د دغه ولایت په دولس ولسوالیو کې سیلابونو ۶۰۰۰ جريبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې او دغه راز یې د استوګنې لسګونه کورونه هم تخریب کړي دي.

ساپی زیاتوي: «د ننګرهار په په چپرهار، هسکې مېنې، لعلپورې، کوټ، سپین غر، شیرزاد، مومندرې، روداتو، حصارک، بټي کوټ او بهسودو ولسواليو کې د وړمې شپې بارانونو او سیلابونه له امله ۶۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۳۵ څاروي، ۹۷ د استوګنې کورنه، استنادي دیوالونه، د اوبو بندونه له منځه وړي او ځینې یې تخریب کړي دي.»

د نوموړي په خبره د سیلاب ځپلو کورنیو سروې یې پېل کړې او له ځینو سره عاجلې مرستې هم د مرستندویه ادارو له لوري ترسره شوي دي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسیدونکی خان محمد وایي، سیلابونو یې کرنیزه ځمکه تخریب کړې او دغه راز  یې په څلور جریبه ځمکه حاصل ته رسیدلي تازه سبزجات او نور فصلونه له منځه وړي او دوی ته یې په زیاته اندازه مالي زیانونه هم اړولي دي.

خان محمد زیاته کړه: «زمونږ فصلونه لکه پیاز، جوار، بینډۍ او تازه سبزجات یې ټول له منځه وړي او دغه راز یې کرنیزه ځمکه هم ختمه کړې چې له حکومت د مرستې غوښتنه کوو.»

سیلاب ځپلې کورنۍ دغه راز وایي، چې د وړمې شپې سیلابونو د اوبو څاګانې، کاریزونه، سړکونه او پلې لارې هم تخریب کړي دي.

دوی د طالبانو له حکومت او نور بنسټونه غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.

دغه راز بدخشان کې طالب مسوولین وایي، چې د سیلابونو له امله د دې ولایت د درواز سیمه کې د پنځو ولسوالیو لار تړل شوې ده.

د شکي ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال اکرام طایب وایي، چې د غلته د «پنج» سیند د اوبو راپورته کیدو او رسوباتو له امله په «خوند» کلي کې ۲۰ متره سړک ویجاړ شوی دی.

نموړی زیاتوي، چې دغه سړک د تېرو درې ورځو راهیسې تړل شوی او خلاصول یې د دوی د وس پورته خبره ده.

د یادونې ده، چې روانه اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونوله امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي او دغه راز د هوا پیژندنې ادارې هم په یو شمیر نورو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.