انځور: خواله رسنۍ

د امريکا استازي د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره په قطر کې ګوري

اطلاعات روز: ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د امريکا استازي توماس وېسټ او رينا اميري د طالبانو د بهرنيو چارو د سرپرست وزیر امير خان متقي په مشرۍ د دغې ډلې له يوه پلاوي سره په قطر کې وګوري او خبرې ورسره وکړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي نن (پنج‌شنبه، ۵ د زمري) سهار پرلپسې ټويټونو کې ليکلي، چې د دې ډلې لپاره په مذاکراتو کې د تحريمونو او تور ليست حذفول، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادول او د افغانستان د هوايي حريم د نقض بحث لومړيتوب لري.

تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي و، چې د دې هيواد استازي توماس وېسټ او رينا اميري د جولای له ۲۶مې څخه تر ۳۱مې پورې قزاقستان او قطر ته سفر کوي.

د اعلاميې په وينا، د امريکا استازي به د ځانګړې غونډې «C5+1» په څنډو کې د قزاقستان، قرقيزستان، تاجکستان، ترکمنستان او اوزبکستان له استازو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې وېسټ او اميري به د مدني ټولنې له غړو سره هم وويني او په افغانستان او قزاقستان کې د ښځو پر اقتصادي پياوړتيا به ورسره خبرې وکړي.

دې وزارت زياته کړې، چې په دوحه کې د امريکا استازي به د طالبانو د استازو له يوه پلاوي او «د افغانستان د کليدي وزارتونو له متخصصينو سره وويني تر څو په افغانستان کې د حياتي ګټو په اړه ورسره خبرې وکړي».

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان د خلګکو بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره «عادلانه او شرافتمندانه» چلند، امنيتي مسايل او د نشه يي توکو له توليد او قاچاق سره د مبارزې لارې – چارې به د امريکا او طالبانو تر منځ د بحث وړ موضوعات وي.

د امريکا او طالبانو د استازو تر منځ دا ليدنه په داسې حال کې کېږي چې د امريکا د استازو مجلس يوه لوړپوړي غړي له کابل سره د واشنګټن پر تعامل نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د امريکا د دولت له تعامل سره – سره طالبانو خپل چلند بدتر کړی دی.

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايکل مک کال افغانستان ته د بهرنيو چارواکو پر سفر نيوکه کړې او ويلي يې دي چې دا سفرونه د طالبانو د حکومت له عادي کولو او ورته د مشروعيت ورکولو سره مرسته کوي.

مک کال د امريکا د بهرنيو چارو وزير آنټوني بلينکن ته په يوه ليک کې ليکلي، چې دی د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امريکايي چارواکو له سفر سره په کلکه مخالف دی.

د مک کال په ليک کې راغلي، چې له افغانستانه د امريکا تر وتلو وروسته، هيڅ لوړپوړي امريکايي چارواکي دې هيواد ته سفر نه دی کړی، خو هره اونۍ په قطر کې د طالبانو له استازو سره ويني.

ده ويلي، چې دا اونيزې غونډې له طالبانو سره د امريکا د تعامل تر اړتيا زياتې دي.