د طالبانو د عمومي عفوې پر فرمان د پخوانيو نظاميانو د باور پايله؛ نيول، شکنجه او وژل

AP Photo/Rahmat Gul

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ او د دې ډلې د مشر له لوري د عمومي عفوې پر فرمان دوه کاله اوړي، خو لاهم  دوی پخواني نظاميان نيسي، شکنجه کوي يې او حتا وژني يې.

د هغو معلوماتو پر اساس چې د پخواني حکومت نظاميانو اطلاعات روز ورځپاڼې ته لېږلي، طالبانو په کابل، هرات، غور، ننګرهار، کندهار، فارياب، تخار، پنجشېر، بدخشان، فراه، باميان، پکتيا او بغلان کې پخواني نظامیان نیولي، شکنجه کړي او ځينې وختونه يې وژلي هم دي.

ځينې سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، چې دې ډلې د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې پر افغانستان له بيا واکمنېدو راهيسې د پخواني حکومت لسګونه نظاميان په بېلابېلو پلمو نيولي، شکنجه کړي او وژلي دي. د دې سرچينو د ويناوو پر اساس، د طالبانو د مشر د عمومي بښنې فرمان يوه «حيله» ده او دا ډله له دې حيلې په استفادې د پخواني حکومت نظاميان په دام کې اچوي.

د يادو شويو سرچينو د وينا له مخې، سناتور معاون احمد او د ډاکټر ابراهيم ملک زاده ورور حبيب الرحمان ملک زاده د پخواني حکومت له دریو ښځينه کارمندانو سره يو ځای د طالبانو د مشر د عمومي عفوې پر فرمان باور وکړ او له هيواده ونه وتل؛ خو د طالبانو د مشر د عمومي بښنې پر فرمان د باور له وجې ووژل شول. د سرچينو په وينا، سناتور معاون احمد او د ډاکټر ابراهيم ملک زاده ورور د طالبانو د استخباراتو په وسيله په غور او هرات ولايتونو کې ترور شول. دا دوه تنه په غور کې پیژندل شوي او ولسي خلک و او له طالبانو پرته يې بل دښمن نه درلود چې دوی دې ووژني. حبيب الرحمان ملک زاده په غور کې يوه ولسي څېره وه. ده د جمهوريت پر مهال د غور د تيوره ولسوالۍ د امنيې قومندان په توګه دنده کوله او پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته يې عادي ژوند کاوه.

حبیب الرحمن ملک‌زاده. انځور: خواله رسنۍ

د سناتور معاون احمد خپلوانو له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې منلې، چې نوموړی د غور ولايت د دولتيار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو له لوري وژل شوی دی؛ خو دا ډله ادعا کوي چې سناتور معاون احمد د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی دی. دا سرچينې ادعا کوي چې نامعلوم وسله وال يوه پلمه ده او د معاون احمد وژنه د طالبانو د استخباراتو له لوري پلان شوې وه.

سناتور معاون احمد د غور د خلکو د استازي په توګه په سنا مجلس او د غور د ولايتي شورا د غړي په توګه کار کړی دی. دی د غور له مشرانو څخه و او خپل عمر يې د ښوونکي په توګه په ښوونه او روزنه کې تېر کړی و. معاون احمد د ۱۴۰۰ کال د تلې مياشتې پر ۲۲مه د پنج‌شنبې په ورځ تر غرمې وړاندې، په دولت‌يار ولسوالۍ کې په يوه کمين کې ووژل شو.

سناتور معاون احمد. انځور: خواله رسنۍ

له دې سره – سره، يو شمېر نور پخواني نظاميان اطلاعات روز ورځپاڼې ته تاييدوي چې د بادغیس د د امنيې قومندانۍ د امنيت آمر ډګروال ملا اڅکزی هم د طالبانو له لوري په ډزو وژل شوی دی. سرچينې وايي چې ملا اڅکزی د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړيو ورځو کې د دې ډلې له لوري نيول شوی او وژل شوی دی.

د سرچينو په وينا، ملا اڅکزی د طالبانو له لوري سخت شکنجه شوی او بيا په تړلو لاسونو وژل شوی دی.

ملا اڅکزی چې په «حاجي ملا» مشهور و، د پخواني حکومت نظامي و او په بادغيس، غور او فراه ولايتونو کې يې بېلابېلي نظامي دندې کړې وې. دی د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط دوې مياشتې وړاندې د بادغيس د امنيت آمر په توګه معرفي شوی و او د افغانستان د سقوط د وروستيو اونيو په جګړو کې په لومړۍ کرښه کې و.

ملا اڅکزی مشهور په حاجي ملا

ملا اڅکزی د پخواني حکومت يوازينی د امنيت آمر نه دی چې د طالبانو له لوري وژل کېږي. په پخواني حکومت کې مسوولې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته مني چې دې ډلې د فراه د امنيت آمر غلام سخي هم وژلی دی.

د سرچينو په وينا، د فراه د امنيت آمر غلام سخي اکبري هم پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو لس ورځې وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتې پر ۲۳مه د کابل – کندهار پر لويه لار وژل شوی دی.

سرچينې زياتوي چې ښاغلی اکبري د زابل ولايت په اړونده سيمه کې له موټره ښکته کړل شوی او وژل شوی دی. له زياتو هڅو سره- سره ونه توانېدو چې د ښاغلي اکبري له خپلوانو سره خبرې وکړو.

غلام سخي اکبري د پخواني حکومت له نظاميانو څخه و چې د پنځمې سرحدي لېوا د کنډک د قومندان او د فراه د پوليسو د امنيت آمر په توګه يې دندې ترسره کړې وې.

غلام سخي اکبري تېر حکومت کې د فراه د پولیسو د امنیت امر

د هغو معلوماتو له مخې چې اطلاعات روز ورځپاڼې د پخوانيو نظاميانو او ځايي سرچينو په ګډون له بېلابېلو سرچينو راغونډ کړي، ښيي چې د پخواني حکومت له لوړپوړو چارواکو سره – سره يو شمېر سرتېري هم په لوېديځه حوزه په ځانګړې توګه په هرات ولايت کې د طالبانو له لوري نيول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي. سرچينې وايي چې د سخي داد زوی محمد صادق چې د پخواني حکومت سرتېری و، د ګذرې ولسوالۍ په امنيې قومندانۍ کې يې کار کړی و او د ۱۴۰۰ کال په زمري مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته اړ شوی و چې ايران ته کډوال شي. د سرچينو په وينا، تر يو کال کډوالۍ وروسته چې کله له ايران څخه راستنېده په هرات کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونيول شو او تر يوې اونۍ وروسته يې کورنۍ ته مړی وسپارل شو.

همدا راز، د هرات د ملي امنيت سرتېری جمشيد ميرزايي هم ايران ته تللی و، شاوخوا دوې مياشتې وړاندې چې له ايرانه را ستنېده چې د هرات په مستوفيت څلورلارې کې د طالبانو له لوري ونيول شو او دوې اونۍ وروسته يې مړی کورنۍ ته تسليم شو چې د پېژندلو وړ نه و. د جمشيد ميرزايي خپلوان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي چې طالبانو په وحشتناکه توګه ميرزايي شکنجه کړی او وروسته يې وژلی و. د ده د خپلوانو په وينا، طالبانو د جوزا پر اتمه نېټه د ده مړی د ده کورنۍ ته وسپاره او له کورنۍ يې وغوښتل چې د وژل کېدو په اړه يې له رسنيو سره خبرې ونه کړي.

جمشید میرزایي. انځور: خواله رسنۍ

د اطلاعات روز ورځپاڼې موندنې ښيي چې طالبانو د پخواني حکومت له نظاميانو سره – سره سيمه‌ييز پوليس هم نیولي، شکنجه کړي، او وژلي دي.

د سرچينو په وينا، دې ډلې يو څه وخت مېرويس نورزی په هرات کې په ډېر بد ډول وژلی دی. سرچينې زياتوي چې مېرويس د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او يو کال يې د تېر دولت له سيمه‌ييزو ځواکونو سره په شينډنډ، ادرسکن او کهسان ولسواليو کې دندې کړې وې او له طالبانو سره جنګېدلی و.

سرچينې زياته کړې: «مېرويس د حالاتو تر بدلون وروسته ايران ته تللی و او له هغه ځايه يې ترکيې ته پناه وړې وه. د طالبانو د حکومت لومړۍ ورځې وې چې مېرويس افغانستان پرېښود او وروسته له طالبانو سره په همغږۍ او د دې ډلې په ضمانت افغانستان ته راغی خو څلور ورځې وروسته له کور څخه ونيول شو او د بادغيسي طالبانو له لوري ووژل شو.»

د سرچينې په وينا، مېرويس د طالبانو د شخصي عقدو او دښمنيو له امله وژل شوی دی. دې ډلې يې لاس او پښې ورته مات کړي و او تر هغه وروسته يې وژلی و.

د ادرسکن د ملي امنيت مدير سلطان احمد او د عملياتي قطعې افسران غلام محبوب او محمد آصف سلطاني ځينې نور پخواني نظاميان دي چې د طالبانو له لوري د افغانستان په سويل لوېديځه حوزه کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د رهبر د عمومي عفوې پر فرمان دوه کاله اوړي، خو لا هم ليدل کېږي چې د دې ډلې غړي د فرمان بر خلاف د افغانستان په سوېل لوېديځه حوزه کې په لسګونو پخواني نظاميان نیولي، شکنجه کړي، او وژلي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه