د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کې خلک روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري

اطلاعات روز: د ننګرهار د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي با کیفیته روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي په برخه کې له ستونزو کړیږي.

له دغو ولسوالیو یې یوه هم د سپین ولسوالۍ ده، چې اوسیدونکي یې د روغتیایي خدماتو له نشتوالي شکایت کوي.

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکی عارف خان وایي، په دې ولسوالۍ کې د درملو او مسلکي ډاکټرانو نشتوالي خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د نوموړي په خبره د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي اړ دي، چې خپل عادي او عاجل ناروغان د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته وليږدوي؛ ځکه د ده په خبره دلته د ځینو روغتیایي مرکزونو ډاکټران حتا د عادي ټپونو درملنه نه شي کولای.

عارف خان زیاتوي:«د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د مامند درې اوسیدونکي په روغتیایي برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي، دلته چې کوم درمل ورکول کیږي ډیر بې کیفیته دي او د هر ډول ناروغۍ لپاره یو ډول دوا ورکوي.»

د سپین غر په ګاونډ نازیانو ولسوالۍ کې هم خلک د روغتیایي خدماتو له کموالي سرټکوي.

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکی شوکت خان له روغتیایي چارواکو او دغه راز له نورومرستندویه موسېساتو څخه غواړي، چې په نازیانو ولسوالۍ کې تجربه لرونکي روغتیايي ډاکټران او د اړتیا وړ درمل برابر کړي.

شوکت خان زیاتوي: «دلته چې کوم دولتي روغتیایي مرکز فعالیت کوي هغه هم د ټولو خلکو د روغتیا په برخه کې اړتیاوې نشي پوره کولای؛ ځکه د دې ولسوالۍ نفوس زیات او روغتیایي خدمات کم دي.»

مطیع الله د حصارک ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه وایي، دغه ولسوالي په تېرو کلونو کې د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو د خونړیو او مرګونو نښتو شاهده وه.

د نوموړي په خبره اوس چې په دې ولسوالۍ کې جګړه پای ته رسیدلې، خو دوی په روغتیایي برخه کې هیڅ ډول بدلون نه دی لیدلی.

نوموړی له اړوند طالب مسوولینو غواړي، چې د دوی روغتیایي ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.

د معلوماتو له مخې شیرزاد، خوږیاڼي، دُرو بابا، ګوشته، دره نور، لعلپوره او مومندره هغه ولسوالۍ دي چې اوسیدونکي یې له کمزوري روغتیایي خدماتو او یا هم له نشتون شکایت کوي.

د خلکو په خبره چې ځينې وختونه د لارې واټن د دې سبب ګرځي، چې عاجل ناروغان، په ځانګړي ډول د ولادي نسایي ناروغانې د ننګرهار حوزوي روغتون ته تر رسیدو مخکې مري.

بلخوا ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد رحیم قلندرزی وایي، چې د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته یې روغتیایي خدمات غځولي چې پخوا یې اوسیدونکي له روغتیایي اسانتیاوو بې برخې وو.

نوموړی دغه راز په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د میرمنو لپاره په روغتیایي برخه کې د لازمو اسانیتاوو د برابریدو خبر ورکوي.

د هغه په خبره له همدې امله د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د زیږون پرمهال د میرمنو د مړینې کچه راکمه شوې ده.

له روغتیایي ستونزو سربیره د ننګرهار په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې غیر مسلکي ډاکټرانو او دغه راز د نا راجستر شویو روغتیایي مرکزونو او درملتونونو فعالیت هم د خلکو اندیښنې راپارولي دي.

خلک وایي، چې د طالبانو د عامې روغتيا رياست د نه څار له امله په جلال اباد ښار او لېرې پرتو سيمو کې غير مسلکي کسانو ته هم د ډاکټر کېدو زمينه برابره شوې ده.